1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: په ځينو ځاينو کی یو کور يا ودانۍ هم سالم ندی پاتۍ

Fazli, Ziaulhaq۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

د چين د ولسی جمهوريت په زلزله ځپلۍ مرکزی سيمو کی ډير ځايونه د ځمکۍ د پرله پسی تکانونو په اثر داسی زیان من شوی چی په ځينۍ ناحيو مثلا وين چاون کی یو کور يا ودانۍ هم سالم ندی پاتۍ.

https://p.dw.com/p/DzYR
انځور: AP

دغه خبره د چين د زلزله ځپلۍ سيمۍ د پاره پوځۍ مسول قوماندان وانګ يی دنترنيت په خبری هغه پاڼه کی کړی چی د زيښوان دولايت د زلزلۍ د پيښی نه را پديخوا پرله پسی خپريږی. د چين د پوځ مرستندویی ډلۍ هڅه کوی چی د زيښوان د ولايت د زلزله ځپلۍ سيمۍ هغه صعب العبورو سيمو ته هم ځانونه ورسوی  چی دپرله پسی بارانونو او دځمکۍ دښویدلو له امله هلته ورتګ آسانه کار ندی. 

د سين هوا د آژانس په يوه بل خبر کی ويل کيږې چی  دينګ سيو کوچنی ښارګوټی چی د وين چياون په سيمه  کی پروت دی، هلته د لسو زرو اوسيدونکو له جملۍ څخه لږ تر لږه 7700 کسه تلف شوی دی د پاتی  ژونديو کسانو په ډله کی هم دزرو څخه زيات کسان سخت ټپيان دی.

نن د آلمان په ډیرو ورځپاڼو کی په چين کی د زلزلې  د فاجعۍ په اړه تبصری شوی او په تيره بيا  په برما کی  دنرګس په نامه د باد او او توپان  دهغۍ فاجعۍ سره پرتله شوی چی په هغه کی هم ښايی تر سلو زرو پوری انسانان تلف شوی وی او په میليونو انسانان نور زيان من شوی.

 خو د برما پوځۍ واکداران د دی په ځای چی د توپان د مصيبت ځپلو غم وخوری به دی فکر کی دی بهرنيان دغه هيواد ته دمرستی په پلمه لاره پيدا نکړی او د دوی د زورواکی نظام ته کوم تاوان ونه رسيږی.