1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینایي رسنۍ: امریکا په اسیا کي شخړي رامنځ ته کوي

۱۳۹۰ دی ۱۷, شنبه

د چین دولتي رسنیو د شنبې په ورځ د امریکا پر نوي پوځي ستراتیژۍ باندي نیوکي کړي دي. دغو رسنیو پر متحده ایالاتو د ستونزو د رامنځته کولو تور لګولی دئ. چینایي رسنیو امریکا په سیمه کي د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو عامل بللې ده

https://p.dw.com/p/13fme
چینایي رسنې وایي امریکا د ۲۰۰۹ کال څخه اسیا کې شخړې رامنځ ته کوي
چینایي رسنې وایي امریکا د ۲۰۰۹ کال څخه اسیا کې شخړې رامنځ ته کويانځور: AP

له هغه وروسته چې اوباما خپله راتلونکي پوځي ستراتیژي اعلان کړه د چین دPeople’s Daily او Global Times ورځپاڼو په دې اړه قهرجنې تبصرې خپرې کړي دي. د متحده ایالاتو په نوې پوځي ستراتیژۍ کي چین او ایران ته ډیره توجه شوې ده.

د People’s Dailys په ورځپانه کي د چین د بحري ځواکونو یو صاحب منصب، یانګ یي، یوه تبصره لیکلې ده. هغه پخپله تبصره کې ویلي دي چي دا خبره روښانه ده چي د امریکا د نوي ستراتیژۍ مقصد د چین او ایران په نخښه کول دي.

په تبصره کې زیاته شوې ده چي له ۲۰۰۹م کال راهیسي امریکا، آسیا ته خپل پام اړولی دئ. د تبصرې په حواله له دغي مودي راهیسي په اسیا کې یو په بل پسې شخړې رامنځ ته کیږي.

دغه تبصره د People’s Daily ورځپاڼي په لومړي مخ کي چاپ شوې ده. په تبصره کي همدا راز زیاته شوې ده چي که چیري په آسیا کي د امریکا نوې دفاعي ستراتیژي مطالعه شي، نو دا به په آسانه څرګنده شي چي څوک د سیمي د امنیت ساتوونکی او څوک په سیمه کي د ستونزو رامنځته کوونکی دئ.

که څه هم People’s Daily یوه دولتي رسنۍ نه ده خو داسي څه نشروي چي د دولت پر زړه برابر وي.

چین اندیښنه لري چي ګويا د عراق او افغانستان له جګړې وروسته به د امریکا له خوا محاصره شي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ خپله نوې پوځي ستراتیژي اعلان کړه. د امريکا د نوي پوځي ستراتيژۍ له مخي به متحده ايالات خپله ډيره توجه اسيا ته واړوي او په اروپا کي به خپل پوځي حضور لا پسي محدود کړي.

خو د بیجنګ حکومت د امریکا له دغي نوې پوځي ستراتیژۍ څخه اندیښنه لري. دا په داسې حال کې ده چي امریکا وایي چي چین باید د دوی د نوي پوځي ستراتیژۍ له امله اندیښمن نه شي، ځکه چي د امریکا په خبره نوې ستراتیژي ئې د چین پر ضد نه ده.

آژانسون/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش