1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او روسیه پوځي تمریناتو ته چمتوالی نیسي

مسعود جهش (AP, AFP, dpa)۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعه

چین او روسیه د خپلو ګدو پوځي تمریناتو له پاره الوتکې او پیړۍ چمتو کړې دي. ویل کیږي چې دا د دواړو هیوادونو تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینات دي. دغه پوځي تمرینات په د یوې اوونۍ له پاره دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/192sZ
Vessels roam the waters of the East China Sea during a naval exercise, October 19, 2012. The Chinese navy conducted a joint exercise in the East China Sea with the country's fishery administration and marine surveillance agency on Friday. 11 vessels, eight planes and more than 1000 personnels took part in the drill, according to local reports. REUTERS/China Daily (CHINA - Tags: MILITARY) CHINA OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN CHINA
China Marineübung im Ostchinesischen Meerانځور: REUTERS

د جمعې په ورځ چینایي او روسي پوځي پیړۍ د دواړو هیوادونو د ګډ پوځي تمریناتو له پاره چمتو وې. دغه پوځي تمرینات به د یوې اوونۍ له پاره دوام وکړي.

د چین دولتي خبري آژانس ویلي دي چې دا تر اوسه پورې د چین او یوه بل هیواد تر ټولو پراخه گډ پوځي تمرینات دي. په دې تمریناتو کې به لږ تر لږه څلور چینایي ویجاړونکې کښتۍ، دوه پر مختللې په توغندیو سمبال پیړۍ او یوه ملاتړ کوونکې کښتۍ گډون وکړي.

د چین د سمندري ځواکونو قوماندان وو شینگلي، ویلي دي چې دا د چین او روسیې له پاره ډیره مهمه خبره ده چې په گډه د گواښونو د له منځه وړلو کې تمرینات وکړي. هغه ټینکار کړی دی چې دغه شان تمرینات په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ کیدو په موخه ترسره کیږي.

چین اوس په اسیا کې پیاوړی پوځي حضور لري. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سیمه ییز او لیرې پراته هیوادونه د چین پیاوړی پوځي حضور د خپل ځان له پاره یو گواښ بولي.

کله چې سږ کال د شمالي او جنوبي کوریاو تر منځ اړیکې ډیرې ترینگلې شوې، نو نړیوالې ټولنې له چین څخه تمه لرله چې د شمالي کوریا مخه ونیسي او دغه هیواد ته اجازه ور نه کړي چې له خپل گاونډي هیواد سره جگړه پیل کړي.

په همدې حال کې بیا جاپان د چین د مخ په ډیریدونکي پوځي حضور په اړه اندیښنه لري. چین او جاپان د یو شمیر ټاپوگانو پر سره له یو بل سره له څو کلونو راهیسې دعوا لري. په وروستیو کلونو کې چین څو وارې دغو شخړییزو ټاپوگانو ته خپلې جنگي پیړۍ استولي دي.