1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: ترافیکي پیښه کې ۳۶ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15wtY

د چین دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دئ چې نن د دغه هیواد په شمال ختیځ کې په یوه ترافیکي پیښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې پر یوه لوی سړک باندې د یوه سرویس موټر او ټانکر د جنگیدو له امله دغه مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده. په پیښه کې درې کسه ټپیان شوي هم دي چې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي. د المان د خبري آژانس په حواله دغه پیښه د ینان په ښار کې رامنځ ته شوې او د پیښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.