1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د آلمان د ولسمشر ستونزمن سفر

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

د ولسمشر یواخیم گاوک باید چین ته د خپل سفر پر مهال یو ستونزمن تناسب وساتي. هغه باید له یوه اړخه د کمونیستي ضد ارزښتنونو په مقابل کې په خپل دریځ ټینګ پاتې شي او له بلې خوا د کوربه هیواد سره خپلو اړیکو ته زیان ونه رسیږي.

https://p.dw.com/p/1IGxL
China Peking BPr Joachim Gauck (R) und Premier Li Keqiang
انځور: picture-alliance/dpa/Wu Hong/Pool

چین ته د خپل سفر په پیل کې د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، د کمونیستي گوند له پوهنتون څخه لیدنه وکړه. گاوک هلته د چین د کمونیستي گوند د ایډیالوژي د تبلیغاتو د سیاسي دفتر له مسئول سره ملاقات وکړ. د چین د لومړي وزیر لي چیانگ، سره تر لیدلې کنتې وروسته هغه د ولسمشر شي جین پنگ سره وویني.

له ولسمشر او لومړي وزیر سره خبرې اترې

دوه اړخیزه اړیکي او نړیوال مسایل د گاوک او شي جین پنگ تر منځ د خبرو اترو اصلي موضوع تشکیلوي. دواړه هیوادونه غواړي چې د «۲۰۱۶ کال د آلمان او چین تر منځ د محصلینو د تبادلې» په نامه یو بنسټ پرانیزي.

همدارنگه په پلان کې ده چې گاوک به د هنرمندانو، لیکوالانو، مذهبي مشرانو او غیردولتي سازمانونو له استازو سره هم وویني. د وروستي ځل له پاره شپږ کاله مخکې د آلمان یو ولسمشر چین ته سفر کړی وو.

د بشري حقونو فعالانو له گاوک څخه غوښتي دي چې چین ته د خپل سفر پر مهال د خلکو پر مدني حقونو او د وکیلانو له حقونو څخه پر دفاع ټینگار وکړي. د بشري حقونو مشهور وکیل مو شاوپنگ، په پیکینگ کې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «نړیواله ټولنه باید خاموشه پاتې نه شي.» هغه زیاته کړه چې خاموشي د رضایت په معنی ده.

همدارنگه وکیل شانگ باوجونگ، وایې چې هغه هیله من دی چې گاوک به په چین کې د روان ظلم او تیري په هکله خبرې وکړي. باوجونگ زیاته کړه: «دا ډیر مهم دی، په ځانگړې توگه د هغو کسانو له پاره چې په زندان کې دي.»

د بشري حقونو مدافع ډلو د آلمان پر ولسمشر غږ کړی چې په چین کې د مذهب د آزادۍ پر موضوع ټینگار وکړي.

پیکینگ، شنگهای او شیان ته دغه پنځه ورځنې سفر، په تیرو څلورو کلونو کې د ولسمشر په توگه د یواخیم گاوک تر ټولو مهم سفر بلل کیږي. هغه باید په دې سفر کې یو مناسب بیلانس وساتي. له یوې خوا له چین سره خپلو اړیکو ته زیان ونه رسوي او له بل اړخه باید د ختیځ آلمان د مدني فعال په توگه خپل کمونیستي ضد مفکوري ته ژمن پاتې شي.

گاوک د یکشنې په ورځ له یو ۶۰ کیسیز پلاوي سره پيکینگ ته رسیدلی دی. د آلمان د (SPD) گوند څخه د بشري حقونو کمیسار بیربل کوفلر، هم په دغه سفر کې د آلمان د ولسمشر سره مل دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب