1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د عمران خان د سفر موخه کشمیر او اقتصادي اړیکي ده

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

کارپوهان وایي چې په کشمیر کې د هندوستان کړو وړو ته د چین غبرګون هغه شان نه وو چې اسلام آباد یې تمه لرله. په عین حال کې پاکستان له چین سره د خپل اقتصادي دهلیز د کار له پرمختګ څخه هم خوښ نه دی.

https://p.dw.com/p/3QsSH
Imran Khan - Xi Jinping Treffen in Bishkek
انځور: picture-alliance/AA/Pakistani Prime Ministry

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سه شنبې په ورځ بیجینګ ته ورسید چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د امنیت په اړه له چینایي چارواکو سره خبرې وکړي. پر نورو سربیره به عمران خان د چین له ولسمشر شي جین پینګ او لومړي وزیری لي کیګینګ، سره خبرې اترې ولري.

د خان له دفتر څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «دغه سفر د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي پانګه اچونې په برخه کې او ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړي کولو په برخه کې ډیر مهم وي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «لومړی وزیر به همدارازا په سویلي اسیا کې د سولې او امنیت د وضعیت په اړه چې د جمو او کشمیر د نیولو له کبله رامنځ ته شوی دی، د نظر تبادله وکړي.»

تر هغه وروسته چې د هند ولسمشر نریندرا مودي، د کشمیر ځانګړي حالت له منځه یووړ، په دې سیمې کې حالات تریګلی کړی دی. د نوي ډهلي دې اقدام د پاکستان او هند اړیکې لا پسې خرابې کړي دي. دغه دواړو هیوادونو د کشمیر یوه برخه تر خپل کنترول لاندې لري، خو د ټولې سیمې د مالکیت ادعا کوي.

د کشمیر په اړه د چین اندیښنې

چین د پاکستان نزدي متحد دی. اسلام آباد بیا هم د چین په اقتصادي او ستراتیژیک ملاتړ پورې تړلی دی. بیجینګ د کشمیر په اړه د هند د وروستیو اقداماتو مخالف دی. د چین یوه حکومتي ویاند دغه اقدامات د «نه منلو وړ» بللي دي او روښانه کړې یې ده چې له پاکستان سره به د کشمیر په سیمه کې د دې هیواد د «مشروع حقونو او ګټو» د دفاع په برخه کې مرسته وکړي.

چین او هندوستان هم یو له بل سره د ځمکې پر سره شخړه لري. چین د هند ۹۰ زره کیلومتره مربع خاوره خپله ګڼي او هندوستان بیا د چین پر ۳۸ زره کیلومتره مربع خاورې باندې د مالکیت ادعا لري.

په نوي دهلي کې میشت لیکوال او د بهرني سیاست کارپوه ناریاني باسو، بیا په دې باور دی چې د کشمیر حالات به د بیجینګ او نوي ډهلي پر اړیکو باندې کومه اغیزه و نه کړي. هغه زیاتوي: «چین په اوسني وخت کې په یو شمیر کورنیو او نړیوالو موضوعاتو کې ښکیل دی نو له دې کبله نه شي کولای چې یوازې پر کشمیر باندې تمرکز وکړي.»

له دې سره د باسو اشاره د هانکانګ او تایوان روانو حالاتو او له امریکا سره د چین تجارتي شخړې ته وه. هغه وویل: «دواړه اړخونه به ځیني دیپلوماتیک موقفونه خپل کړي، خو د دې امکان چې کوم لوی کار دې وشي، ډیر کم دی.»

دا وضعیت بیا د پاکستان له پاره حالات نور هم سختوي ځکه کارپوهان په دې نظر دي چې اسلام آباد لا هم له چین څخه هغه ډول ملاتړ نه دی ترلاسه کړی چې تمه یې لرله. خو پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې هغوی د کشمیر په برخه کې د چین له ملاتړه راضي دي.

اقتصادي ملاتړ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، به همداراز د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په اړه هم بحثونه وکړي. په دې دهلیز کې د چین له خوا ۶۰ میلیارده ډالر پانګونه کیږي. دا پروژه د چین د هغه لوی پلان برخه ده چې غواړي په مرسته یې له مرکزي اسیا، اروپا او نورې نړۍ سره وصل شي.

ځینې رپوټونه ښيي چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته د عمران خان تر رسیدو وروسته پر دې پروژې باندې کار یو څه ورو شوی دی. که څه هم تمه کیږي چې عمران خان پر دې اقتصادي پروژې باندې د کار د ورو پر مختګ له کبله خپله اندیښنه له چینایي چارواکو سره شریکه کړې ده، خو د پاکستان د پرمختیا او پلان وزیر خصرو بختیار، د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په کار کې کوم ورو والی نه دی راغلی.

شامل شمس