1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د امريکا پر وړاندي د پاکستان ملاتړ ته دانگي

۱۳۹۶ شهریور ۱۷, جمعه

چین د جمعې په ورځ د ترهګرې پر ضد د پاکستان د هڅو دفاع وکړه. د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ د ستراتیژي له اعلان راهیسې چې پکې پر پاکستان سختې نیوکې شوې وې، چین وخت ناوخت د اسلام آباد ملاتړ ته دانګي.

https://p.dw.com/p/2jYdR
China Pakistans Präsident Mamnoon Hussain trifft Xi Jinping
انځور: Reuters/L. Zhang

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، وویل: «د پاکستان حکومت او خلکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لویې قربانۍ ورکړې دي. هر څوک کولای شي چې هڅې او قربانۍ يې وویني.»

هغه زیاته کړه: «نړیواله ټولنه بايد دغه [قربانۍ او هڅې] په پام کې ونیسي او پاکستان ته باید هغه اعتبار ورکړي چې دغه هیواد یې لیاقت لري.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې له خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف، سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تیره میاشت د افغانستان له پاره د خپلې نوې ستراتیژي د اعلانونو پر مهال پر پاکستان باندې سختې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړه چې واشنګټن نور نه شي کولی په پاکستان کې د داسې یاغیانو پټنځایونه وزغمي چې په افغانستان کې پر امریکایي او افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي.

د ترمپ تر بیانیې وروسته، د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، هم ګواښ وکړ چې پاکستان کیدای شي چې د «امریکا د اصلي متحد» موقف له لاسه ورکړي او ورباندي د واشنګټن پوځې مرستې هم بندې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د جمعې په ورځ ټینګار وکړ پاکستان په سیمه کې ثبات خپل ډیر مهم لومړیتوب بولي او د شخړو د حل له پاره تمرکز باید پر سوله ییزو حل لارو وي.

هغه همداراز له چین څخه هم د کابل، اسلام آباد او بیجینګ د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د کوربتوب له کبله مننه وکړه. دغه غونډه به د روان کاله تر پایه پوري راوبلله شي.

په داسې حال کې چې افغانستان او امریکا پر پاکستان باندې یاغیانو ته د پټنځایونو برابرولو تورونه لګوي، اسلام آباد تل دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې لویې قربانۍ ورکړې دي.

کارپوهان بیا په دې اند دي چې پاکستان په افغانستان کې د یاغیانو له لارې یوه نیابتي جګړه پر مخ وړي ترڅو په سیمه کې خپلې ګټي خوندي کړې او د هندوستان د نفوذ مخه ونیسي.

زموږ له ارشيف څخه: