1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د بشري حقونو په اړه خبري نه اوري

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

د المان صدراعظمي د چین د لومړي وزیر سره په خبرو اترو کي چین کی د الماني سوداګرو د منافعو د تامینولو کوښښ وکړ. میرکل همداراز چین کی د بشری حقونو د ښه کیدو پر خبري هم ټینګار وکړ

https://p.dw.com/p/11lVr
انګلا میرکل، وین جیاباو
انګلا میرکل، وین جیاباوانځور: dapd

که څه هم چینایي او المانی پلاوو په خپلي وروستي غوڼډي کي چي د سه شنبي په ورځ په برلین کي ترسره شوه، د دواړو هیوادونو تر منځ د ډیر ښو اړیکو د لا ښو کولو هڅي کولي، خو بیا هم د صدراعظمي میرکل او لومړي وزیر وین په کډ خبری کنفرانس کي یوه خرابه پیښه رامنځ ته شوه.

هغه دا چي کله په دغي خبري ناستي کي انګلا میرکل چین کي د بشري حقونو موضوع ته اشاره وکړه، چینايي لومړي وزیر داسي ښکاره کړه چي د میرکل د خبرو ترجمه نه اوري.

وین خپل غوږی «هیدفون» چي په کي یي د المان د صدراعظمي د خبرو ترجمه اوریدله څو واري و خوروه او داسي اشاري یي وکړي چي کواکي د خبرو ترجمه نه شي اوریدلي.

دا کار د دي سبب شو چي میرکل د هغو خبرو په شروع کي چي غوښتل یی د «هو جیا» او «ای وي وي» د خوشي کیدو په اړه خپله خوښۍ څرګنده کړي، څو واري غلطۍ وکړیي.

چین کي د بشري حقونو د موضوع په اړه میرکل وویل چي اوس دا خبره ډیره اهمیت لري چي د «ای وي وي» لپاره یو شفاف قضایي پروسیجر په پام کی ونیول شی.

میرکل دا خبره هم وکړه چي که څه هم چین او المان سره ډیري نږدي اړیکي لري خو په ځینو برخو کي باید د یو بل سره لا ډیري خبري وکړي.

دا چي د چین لومړی وزیر و نه توانید چي د میرکل هغه خبری چی په چین کي یي د بشري حقونو په اړه کولي واوري، کیدای شي د یوي عادي تخنیکي ستونزي پایله وي خو بیا هم دغي صحنی یو ډیر لوي سمبولیک ارزښت درلود.

وین تر اوسه پنځه واري المان ته سفر کړی او په هر سفر کي د المان لخوا په چین کي د بشري حقونو وضعیت ته اشاره شوي ده خو د المان دغه اشاري بیا د چین لخوا جدي نه دي نیول شوي.

چینایي چارواکي وایي دا چي نور هیوادونه په چین کي د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي، دا د چین په کورنیو مسایلو کي د لاس وهني معني لري.

د همدي له کبله چین په دغه سفر کي ډیر ځلي پر سوداګریزو مسایلو خبري وکړي نه د بشري حقونو د مسلو په اړه.

د جین لومړی وزیر، وین جیا باو، په دغي خبري کنفرانس کي وویل چی دواړو هیوادونو د سوداګري په برخي کي ډیر لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي:

«د المان او چین تر منځ مشورتی غوڼډي ډیري اغیزمني وي او ستري لاس ته راوړني یي درلودي. دا لومړی ځل دی چي ما سره په داسي یوه سفر کي زما 13 وزیران ملګرتیا کوي. مونږ د همکاریو او سوداګری په برخي کي څه نا څه 20 سندونه لاسلیک کړل چي د ټولو ارزښت د 15 میلیاردو ډالرو ته رسیږي.»

د چین لومړي وزیر وویل چي هیواد یي پر یورو ډیر باور لري او دا چی اوس یورو د یو سخت پړاو څخه تیریږي نو غواړي چي د دغه پولي واحد په ژغورلو کي مرسته وکړي.

اژانسونه/ دويچه ویله/ مسعود جهش
کتونکي: نجیب الله زیارمل