1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د ترمپ د گمرکي تعزیراتو پروړاندي متقابل اقدامات کوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

د دونالد ترمپ د گمرکي جزايي تعزیراتو په عکس العمل کي چین هم د امريکا پرضد جزايي تدابیر وضع کړل. دغه هیواد غواړي پر مجموعأ ۱۲۸ امریکايي محصولاتو، له هغې جملې څخه د سرکوزي پرغوښو باندي گمرکي محصولات لوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2vMXC
China Container-Hafen
انځور: Reuters/Aly Song

لکه څنگه، چي د چین د مالیې وزارت خبر ورکړی دی، مجموعأ به پر ۱۲۸ امریکايي محصولاتو باندي له ۱۵ تر ۲۵ فیصدو پوري گمرکي محصولات لوړ سي. د نورو ترڅنگ به له امریکا متحدو ايالاتو څخه چين ته د سرکوزي پرغوښو، الکهولو او وچي میوې باندي، گمرکي محصولات لوړ سي. د چین د دولتي خبري آژانس د خبر له مخي، په دې ډول سره به د درو ميلیاردو ډالرو په ارزښت امریکايي وارداتي محصولات له دغه تدابیرو سره مخامخ سي.

پیکینگ په دغو اقداماتو سره، لکه څرنگه چي یې اعلان کړی ؤ، د امريکا له خوا پر فولادو او المونیمو باندي وضع سوو گمرکي  جزايي تعزیراتو په مقابل کي عکس العمل وښود. د امریکا دغه جزايي گمرکي تعزیرات یوه اوونۍ مخکي نافذ سول.

Deutschland Symbolbild Schweine
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

 

د چین برعکس بیا اروپايي ټولنه او د امریکا نور مهم تجارتي انډیولان، لکه کاناډا او مکسیکو د مؤقت وخت له پاره له دغو امریکايي گمرکي تعزیراتو څخه معاف سول، البته د می میاشتي تر لومړۍ نیټې پوري.

خو چین د امریکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ د تر ۶۰ ميلیاردو ډالرو په حجم د نورو گمرکي تعزیراتو په مقابل کي د مشخصو متقابلو اقداماتو اعلان نه دی کړی.

د ترمپ د تجارتي مسایلو نماینده روبرت لایت هیڅر باید هغه گمرکي محصولات چي د غیرعادلانه معاملې او معنوي ملکیتونو د غلأ پر اساس تر سره کیږي، تر دوو میاشتو پوري رپوټ ورکړي.

په همدې حال کي چین له واشنگټن څخه غوښتي دي، چي د هغوی په مقابل کي نور جزایي تدابیر وضع نه کړي. د چین د تجارت وزات په دې اړه ویلي دي: «موږ غواړو له امریکا سره د یوې شخړي مخنیوئ وکړو، لیکن په هیڅ صورت له امريکا سره له یوه تجارتي جنگ څخه بیره نه لرو.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 01.04.2018)