1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د خپل هيواد له پاره د نوو بازارونو د پرانيستلو اعلان کړی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14jPX

د چین صدراعظم وین جیا باو د خپل هیواد له پاره د نوو بازارونو د پرانیستلو اعلان وکړ. په هانوور کي د صنعتي نندارتون د پرانیستلو پر مهال وین وویل، چي د چین صنعتي کیدل لا دوام لري او د خارجي شرکتونو له پاره به د ډېرو لویو چانسونو زمینه برابره سي. د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل هم په هانوور کي د صنعتي نندارتون د پرانیستلو په درشل کي د الماني کمپنیو څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي خپله پانګه اچونه راکمه نه کړي.انګیلا میرکل د چین د صدراعظم وین جیا باو سره په ګډه نن دوشنبه په هانوور کي دغه صنعتي نندارتون د لیدونکو پر مخ هم پرانیسته. د چین هیواد د دغه نندارتون مرکزي ټکی جوړوي، چي په هغه کي به د دغه هیواد څه د پاسه۵۰۰۰ کمپنۍ خپل تولیدات نندارې ته وړاندي کړي.