1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د قیمتي ډبرو مځکي د دولت تر کنترول لاندي راولي

۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14ZnJ

چین د قیمتي ډبرو او فلزاتو یوه صنعتي اتحادیه جوړه کړې ده. د چین د صنایعو او تکنالوژیکي معلوماتو وزارت اعلان کړی دئ، چي دغه اتحادیه باید د قیمتي ډبرو استحصال او کارول تنظیم او د هغه عاقلانه او د ورځي قیمت وټاکي.

قیمتي ډبري او فلزات په ډېرو مدرنو برقي آلاتو کي په کار لویږي. چین د دغو ډبرو۹۷ فیصده په خپل اختیار کي لري، او همدا خبره په تکرار سره د ټکر سبب ګرځي.

ځکه نو اروپايي اتحادیې د امریکا د متحده ایالاتو او جاپان سره په ګډه په مارچ کي له چین څخه، جهاني تجارتي سازمان ته په رسمي ډول شکایت وکړ.