1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپیک لوبې: د سروزرو لومړی مډال وگټل شو

۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبه

چین د لندن د المپیک د لوبو د سروزرو لومړۍ مډال وګټه. په همدې حال کې د لندن د اولمپک په لوبو کې لومړی ريکارډ مات سو. د سويلي کوريا څلورو تير ويشتونکو دغه وياړ پخپله برخه کړ چي يو هم پکښي ړوند دﺉ.

https://p.dw.com/p/15ftW
انځور: dapd

يي سيلينگ نومي چينايي ښځينه نښان ويشتونکي د شنبې په ورځ د بادي توپکو د نښان ويشتنې په ښځينه سيالۍ کې د سروزرو مډال وگټه. په دغه سیالي کې لوبغاړي د لسو مترو په واټن کې ځای پر ځای سوې نښه په بادي توپکو ولي. يي سيلينگ په دغه لوبه کې نړیواله اتله هم ده. په دغه سيالي کي د پولنډ سيلويا باگوچکا، د سپينو زرو او د چين يو ډان، د برونزو مډال وگټه.

په پاتې سياليو کې چې د اگست تر ۱۲مې نېټې به دوام ومومي، ۳۰۱ نور د سروزورو مډالونه وویشل کیږي. په دغو سياليو کې د ۲۰۴ هيوادونو تر لس نيمو زرو څخه زيات لوبغاړو گډون کړی دئ.

ړوند تير ويشتونکي نوی ريکارډ جوړ کړ

په لندن کې د اولمپک لوبو د پرانیستلو له مراسمو څخه څو ساعته پخوا د سويلي کوريا تير ويشتونکو دوه نوي ريکارډونه جوړ کړل. دغه سيالۍ د لندن د کرکیټ په لارد نومي لوبغالي کې وسوې.

ايم ډونگ يون نومي تير ويشتونکي د ۷۲ تيرونو د يوه کسيزه سيالۍ په لومړي پړاو کي ۶۹۹ نمرې وگټلې او په دې توگه ئې پخوانی ريکارد مات او نوی ريکارد جوړ کړ.

نوموړی کس د سويلي کوريا د تيرويشتونکو په هغه څلور کسيزه ډله کې هم شامله دئ چې د څلور کسيزو ډلو د سيالۍ په لومړي پړاو کې ئې د ۲۰۸۷ نمرو په گټلو سره نوی ريکاډ جوړ کړ. ايم ډونگ يون وویل: «دا لا زما د لوبې لومړۍ پړاو دئ اوس لا ډیره لارې پاتې ده.»

د ۲۶ کلن کوریایی په سترگو تقريباً ړوند دئ. هغه د نښان ويشتلو پر وخت يوازي د ۷۰ مترو په واټن کې د نښان ژړ گروپ ويني. ایم د لندن د المپیک د لوبو لومړنۍ ریکارد تړلی دئ. تر دې مخکې امریکايي ورزشکارانو د د المپیک د لوبو د لومړۍ ریکارد تړلی وو.

آژانسونه/ احمدولي اچکزی
کتونکی: مسعود جهش