1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د ټاپو گانو په اړه د کلنټن څرگندونو «ناراضه» کړی دی

۱۳۹۱ بهمن ۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Nix

چين د امريکا د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو د وزيرې، هيلري کلينټن، د څرګندونو په اړه چې د چين د لويديځ سمندر د ټاپوګانو په هکله يې کړې وې، «نارضايت» څرګند کړی دی. دغه خبر دولتي رسنيو ورکړی دی. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند، چين ګنګ، د دولتي سينهوا خبري اژانس د راپور له مخې ويلي دي چې «د امريکا متحده آيالات دې د دياوو ټاپوګانو په اړه يو مسوولانه دريځ غوره کړي.» دغه ټاپوګانې د جاپان له خوا اداره کيږي.