1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د ځمکې ښویدو زده کوونکي ووژل

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه

چینايي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ځمکې د ښویدو له کبله په یوه ویجاړشوي ښوونځي کې ۱۸ زده کوونکي وژل شوي دي. دغه ښوونځی د چین په یونان ښار کې پروت وو.

https://p.dw.com/p/16Kvl
انځور: Reuters

د چین رسمي خبري آژانس ویلي دي چې وژل شوي زده کوونکي ماشومان له یوې بلې سیمې څخه چې یلیانگ نومیده، دې ښوونځي ته راوستل شوي ول. تر دې پخوا هم په یولیانگ کې د دغو زده کوونکو ښوونځی زلزلې وهلی وو چې ۸۱ کسان په کې وژل شوي ول.

یوه سیمه ییز چاروکي چې پینگ هانگ، نومیږي ویلي دي چې زده کوونکي تر یوې اونۍ رخصتي وروسته دغه ښوونځي ته د زده کړو له پاره راغلي ول.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې لا تر اوسه پورې هم یو کس لا درکه دئ. ویل کیږي چې لادرکه وگړی د هغې سیمې مالک دئ چې زده کوونکو په کې زده کړې کولې.

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د ځمکې د ښویدو له کبله د گیر پاتې شوو کسانو د ژغورلو له پاره له ۲۰۰۰ څڅه زیات د سیمې اوسیدونکي، پولیس او پوځیان په کار بوخت ول.

چارواکو زیاته کړې ده چې د ځمکې د ښویدو له کبله د یوه سین د اوبو مخه بنده شوې ده چې له کبله ئې اوبه د پېښې سیمه ته اوښتي دي او د ژغورنې کار ئې له ستونزو سره مخامخ کړی دئ. اوس د ۸۰۰ څخه ډیرو هغو کسانو کورونه چې بند شوي سیند ته ئې نزدې ژوند کاوه خالي شوي دي.

لا تر اوسه پورې د ځمکې د ښویدو اصلي لامل روښانه نه ده خو چارواکو ویلي دي چې په سیمه کې له ډیر وخت راهیسې بارانونه اوریدل چې کیدای شي له کبله ئې دغه پېښه رامنڅ ته شوي وي.

تر دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې د چین په سیچوان ښار کې د ریشتر په مقیاس یوه اته درجې زلزله وشوه چې له کبله ئې په زرهاو زده کوونکي ووژل شول.

مسعود جهش (رویترز، اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض