1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: چاودنې ۱۴ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آذر ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/16pBo

د چین په شمالي برخه کې په یوه ریستورانت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه د ۱۴ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. دغه خبر ځایي دولتي رسنیو ورکړی دی. پر دې سربیره په دغه چاودنه کې ۴۷ تنه ټپیان شوي هم دي.

زیاته شوې ده چې دغه پیښه د شانچي په ولایت کې رامنځ ته شوې ده. اټکل کیږي چې په دغه دوه پوړیزه ودانۍ کې رامنځ ته شوې چاودنه به د گاز د پایپ د سوري کیدو له امله شوي وي. زیاته شوې چې په دغه ریستورانت کې دودیز چینایي خواړه تیاریدل چې زیاتره وخت به د اور په لمبو گرمیدل.