1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټر عبدالله له بمي بريده روغ رمټ وتلی دی

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۶, جمعه

د افغانستان د جمهوري رياست له پاره کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان باندي د کابل په لوېديځ کي دوې چاودني سوي دي. په دغه بريد کي عبدالله ته زيان رسېدلی نه دی، خو ويل کيږي چي څو تنه ساتونکي يې ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1CDhT
انځور: Reuters

د ډاکټر عبدالله د موټرو پر کاروان باندي هغه مهال د کابل په کوټه سنگي سيمه کي دوې چاودني وسوې چي په «کابل آريانا» هوټل کي د انتخاباتي کمپاين تر وينا وروسته يوه بل مرکز ته روان وو.

په سيمه کي یوه پوليس ويلي دي چي د عبدالله د موټرانو کاروان ته نژدې دوه بمونه وچاودل. د لومړيو راپورونو له مخي په دغو چاودنو کي څلور تنه ملکي کسان وژل سوي او يو شمېر ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي د عبدالله څو تنه ساتونکي هم سربېرن ټپيان سوي دي.

د دغو چاودنو په اړه پخپله عبدالله ويلي دي: «موږ د انتخاباتي مبارزې ټيم د کوټه سنگي په سیمه کي د يوه ماين هدف گرځېدلی دی. زه روغ رمټ يم او زما له ملگرو څخه هيڅوک زخمي سوی نه دی.»

د پيښي پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه اخيستې نه ده. په ټوله ييزه توگه د دغه شان چاودنو پړه په افغانستان کي د حکومت وسله والي ډلي پرغاړه اخلي.

دغه چاودني په داسي حال کي ترسره کيږي چي د افغانستان د جمهوري رياست له پاره د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د دوهم پړاو ټاکنو ته يوازي څو ورځي پاته دي.

تر پيښي لږ وروسته د افغانستان د جمهوري رياست له پاره بل مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پخپل تويتر پاڼه کي ليکلي دي: «موږ د جمهوري رياست له پاره کانديد ښاغلي ډاکټر عبدالله باندي بريد غندو. دا د افغانستان د دښمنانو کار دی چي غواړي په هيواد کي مو ديموکراتيکه پروسه را گډه وډه کړي.»

دا لومړی وار دی چي په افغانستان کي جمهور رياست ته پر یوه کانديد باندي دغه شان بريد کيږي.