1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو د ویش پر بهیر نیوکې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه یې څه باندې ۱۷ میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکیو بېړنۍ مرستې رسولي دي. خو عام افغانانو د مرستو د ویش پر بهیر نیوکې کوي او وايي چې مرستې اړمنو ته نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/4BMsl
Afghanistan Großteil der Bevölkerung leidet unter akutem Hunger
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/IMAGO

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان برخې د مۍ پر ۱۵ په خپل رسمي ټویټر لیکلي، چې دا مرستې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په یو شمېر لېرې او غرنیو سیمو کې له خلکو سره شوي دي.

وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا برخې مرستیالې انتهیاویب افغانستان کې د خلکو اوسني حالت او د خوراکیو توکیو د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

هغې اټکل کړی، چې د روان میلادي کال تر نومبر پورې ښايي افغانستان کې څه کم ۱۹ میلیونه انسانان له لوږې سره مخ شي او په دې برخه کې یې بشري مرستې د اړمنو کسانو د ژغورنې غوره لاره بللې ده.

خو عام افغانان د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه ادارو د مرستو د ویش پر بهیر نیوکې لري او وايي، دغه مرستې تر ډېره اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

د کونړ او ننګرهار ولایت دوه اوسېدونکیي چې نه غواړي نومونه او غږونه یې خپاره شي دویچه ویله ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د طالبانو د حکومت تر څار لاندې ویشل کېږي، نو ځکه خو دغه مرستې تر ډېره د اړیکو پر اساس ورکول کېږي او اړمنو ته نه رسېږي.

دوی وايي، د طالبانو له راتلو وروسته د خلکو اقتصادي حالت « ډېر خراب » شوی او خلک مرستو ته اړتیا لري.

د پکتیا ولایت یو اوسېدونکي خلیل هم دویچه ویله ته وویل، افغانستان کې د نظام له بدلون سره ځینو مرستندویه ادارو د مرستو لړۍ پیل کړې؛ خو د ده په ټکو تر ډېره نامستحقو کسانو ته ورکول کېږي.

هغه وویل:« د نظام له بدلون وروسته ځینو موسیساتو افغان ولس سره مرسته پیل کړې؛ خو د نړیوال غذايي پروګرام مرستې زموږ د مالوماتو له مخې مستحقو کورنیو ته نه رسېږي. اړیکې پکې پالل کېږي. هغه کورنۍ چې زیاتې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ناخبره ترې پاتې وي. لامل یې د اړیکو او د نظام د پلوۍ برخه ده.»

د پکتیا څنګ‌لوري ولایت خوست اوسېدونکي هم د مرستو له بهیر شکایت لري او وايي، د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له مرستو تر ډېره مستحق او اړمنې کورنۍ پاتې کېږي.

دی وايي: «زموږ کلي کې یې یو شمېر کورنیو سره مرسته کړې ده؛ خو زیات شمېر کورنۍ پاتې دي، چې هېڅ مرسته ورته نه ده رسېدلې.»

د دې ولایت یو اوسېدونکی احسان سعادت دویچه ویله ته وویل، که څه هم یو شمېر خلکو ته د خوراکي توکیو مرستې رسېدلي؛ خو تر ډېره بې وزلې او اړمنې کورنۍ له دغو مرستو پاتې شوي او په « بد حالت » کې ژوند کوي.

Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه ناصر رښتیا دویچه ویله ته وویل، د نړیوالو مرستندویه بنیادونو مرستې په لنډ مهال کې د لوږې د مخنیوي په برخه کې ګټوري دي؛ خو د افغانستان اقتصادي کړکېچ په دا وړ مرستو نه شي حلېدای.

هغه وویل، افغانستان کې د فقر، بې وزلۍ او بې کارۍ ستونزې پر سیاسي اوضاع پورې تړلي دي او کله چې افغانستان کې سیاسي ثبات رامنځته شي، ورسره د بنسټیزو پروژو پلي کېدا سره د لوږې او فقر مخه هم نیول کېدای شي.

نوموړي وویل:« د نړیوالو بنسټونو مرستې چې تر اوسه شوي، هېڅ ډول موثریت نه لري. لوږه ورځ تر بلې ډېرېږي. مرستې باید په ستراتیژیکو پروګرامونو برخه کې وشي، څو وشي کولی په لنډ وخت کې د لوږې مخه ونیسي او هم په اوږد مهال کې ټولنه له مصرف کوونکي حالت وباسي.»

ومو غوښتل په دې اړه افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مرکزي ویاندویانو نظر هم ولرو؛ پرې بریالي نه شو؛ خو په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د باختر اژانس مدیر او د رسنیو استازی صدیق الله قریشي دویچه ویله سره خبرو کې هغه ادعاوې رد کړې، چې ګنې د نړیوالو مرسته رسوونکیو بنسټونو مرستې اړمنو ته نه رسېږي.

هغه وویل، ټولې مرستې د سیمې له قومي مشرانو، عالمانو او طالب چارواکیو په شتون کې ویشل کېږي او هېڅ ډول درغلي پکې نه کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدا نن دوشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د افغانستان په درېو ننګرهار، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې یې د ۷۰ ښوونځیو ۴۰زره او شپږ سوه زده کوونکیو ته د وچې ډوډۍ د ویش لړۍ پیل کړې ده.

افغانستان کې د جمهوري حکومت له پرځولو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نړیوالې مرستې تر ډېره درېدلي دي.

د وروستیو رپوټونو پر اساس افغانستان کې د بېکارۍ او فقر کچه مخ پر لوړېدو ده او دې حالت افغانان، نړیوال او ملګري ملتونه هم اندېښمن کړي دي.

ملګرو ملتونو بیا افغانستان کې دننه او بهر افغانانو د ژوند ښه کېدا له پاره د ۵میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

امید دیدار