1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارکيان: د افغانستان د جګړې ځاني تاوانونه ډير لوړ دي

۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبه

په ډنمارک کي يوه نظر پوښتنه ښيي چي په افغانستان کښي د دوی پوځيانو ته رسيدلي ځاني تاوانونه ډير لوړ دي.

https://p.dw.com/p/QNm6
انځور: picture-alliance / Design Pics

په دې نظر پوښتنه کي په سلو کي ۵۹ کسانو ويلي دي چي د ۲۰۰۲ کال را په دې خوا د 39 ډنمارکي پوځيانو مرک په افغانستان کښي د هغو پرمختګونو په پرتله چي په دغه هيواد کښي سوي ډيردي.

دغه نظر پوښتنه چي ۱۱۷۲ کسانو څخه سوې په ډنمارک کي د ميگافون انستيتيوت لخوا تر سره سوې ده.

د نظر پوښتونو پايلي ښيي چي ډنمارکيان د خپل دولت په ځينو پاليسيو شکمن دي. دا په داسي حال کي ده چي په ورستيو شلو کلونو کښي ډنمارکيانو د خپل د دولت او نړيوالي ټولني د ډير شمير دريزونو څخه ملاتړ کړی دی.

په نظر پوښتنه کي راغلي دي چي يوازي ۴۰ په سلو کي ډنمارکيان غواړي چي د دوی هيواد دي د ناټو تر مشري لاندي په عملياتو کښي چي د سوماليا او سوډان په شان هيوادونو کښي په لاره اچول کيږي، وڼډه واخلي.

په سلو کي ۴۷ کسانو د دغه شان عملياتو سره مخالفت کړی او په سلو کي ۱۴ کسانو په دې اړه کوم نظر نه درلودی.

د امنيتي چارو کارپوه او د کوپنهاګن د پوهنتو استاد، جينز ويګو جيکبسن، وايي چي دغه نظر پوښتنه، د ډنمارک پر بهرنيو پاليسيو د دغه هيواد د اوسيدونکو د مخ پر زياتيدو بې اعتباري يوه نښانه ده.

هغه وايي، ډنمارکيانو په ورستيو لسو کلونو کښي په ډير شمير نړيوالو پوځي عملياتو کښي برخه اخيستې ده او د دغو عملياتو څخه يې ملاتړ کړی دی، خو ښايي چي دغه ملاتړ اوس د کميدو په حال کي وي.

ډنمارک په افغانستان کښي ۷۵۰ پوځيان لري، چي په هلمند ولايت کي د انګليسي پوځيانو په مشري دنده ترسره کوي.

ډنمارک يو له هغو هيوادونو څخه دی چي په افغانستان کي د ميشتو پوځيان د شمير په پرتله يې ډير ځاني تاوانونه زغملي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل