1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک د اروپايي ټولني نوبتي رياست پر غاړه واخيست

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

د نوي مېلادي کال له پيل سره سم د اروپايي اتحاديي رياست په داسي حال کي ډنمارک پر غاړه واخيست، چي دغه اتحاديه له سياسي او مالي کړکيچونو سره لاس او ګريوان ده.

https://p.dw.com/p/13clq
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او د ډنمارک لومړۍ وزيره هيله تورنيګ شميت.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن او د ډنمارک لومړۍ وزيره هيله تورنيګ شميت.انځور: AP

شپږ مياشتي پخوا ډنمارک په اروپا کي ښه شهرت نه درلود. په دوبي کي ددغه هيواد پخواني محافظه پال ليبرال حکومت پخپلو سرحدونو کي کنترول بيرته جاري کړ، که څه هم ډنمارک د شينګن د حوزې د غړو هيوادونو له جملې څخه دئ.

د شنګن په حوزه کي چي د اروپايي اتحاديې اکثريت غړي پکښي شامل دي، يوازي په ډيرو سختو او بېړنيو حالاتو کي اجازه لري چي په خپلو سرحدونو کي کنترول پيل کړي. د ډنمارک دغه اقدام د آلمان په گډون د اروپايي اتحاديې د ګڼ شمېر غړو هيوادونو له سختو نيوکو او غندونو سره مخامخ شو.

خو کله چي په تير مني کي په ډنمارک کي سوسيال ديموکرات ګوند پارلماني ټاکني وګټلې او د حکومت واګي ئې پخپل لاس کي واخيستلې، سرحدي کنترول ئې سمدلاسه بيرته له مينځه يووړ.

په دې اقدام سره ډنمارک مخکي تر دې چي د اروپايي اتحاديې نوبتي رياست پر غاړه واخلي، په خپل اروپايي سياست کي بدلون را ووست او غړي هيوادونه ئې خوشاله کړل.

د ډنمارک صدراعظمي، «هيله تورنيګ شميت» د خپل هيواد په تاريخ کي د لومړي ځل له پاره د اروپايي چارو له پاره يو وزير و نوماوه، چي خپل اروپايي پلوی سياست پياوړی کړي او ښکاره کړي چي هغه د اروپايي اتحاديې، کړنلاري ته دوام ورکوي.

که څه هم پوليند په تيرو شپږو مياشت کي په پوره ليوالتيا سره په دغه رياست کي زيار و ايست، خو په ټوليزه توګه په اروپايي سياست باندي د هغه اغيزه کمزورې وه. ځکه په اوسني وخت کي ددغي اتحاديي غټه ستونزه د يورو کړکېچ دئ، چي ټول ور سره مصروف دي.

ډنمارک د يورو په حوزه کي شامل نه دئ. ددغه هيواد خلکو دوه واري په ټول پوښتنه کي يورو د يوې ګډي پيسې په توګه و نه منله.

خو د آلمان صدراعظمي انګېلا ميرکل څه موده مخکي وويل، چي دا ښايي د يورو کړکېچ د حلولو له پاره ښه وي، ځکه ډنمارک کولای شي چي د يورو د غړو او نه غړو تر منځ د يوه پله نقش ولوبوي.

خو دا چي د اروپايي اتحاديې نوبتي رياست به وکړای شي چي د يورو کړکېچ حل کړي، ډيری کار پوهان ئې انتظار نه لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل