1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک د م.م. پروگرام له لاري مهاجر نه مني

۱۳۹۶ آذر ۳۰, پنجشنبه

د ډنمارک په توشیح شوي قانون کې، دغه هیواد له دې وروسته نه غواړي چې د مهاجرو د ځای پر ځای کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پروګرام له لاري مهاجر په خپله خاوره کې ومني.

https://p.dw.com/p/2plV1
Dänemark Flüchtlinge in Thisted
انځور: picture-alliance/epa/S. Gangsted

د ډنمارک له خوا په توشیح شوي دې نوي قانون کې د دې هیواد حکومت ته دا واک ورکول کیږي چې دوی په خپله هرکال دغه هیواد ته د مهاجرو د راتګ شمیر وټاکي. له ۱۹۸۹م کال راهیسې، ډنمارک هرکال د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي ۵۰۰ مهاجر په خپله خاوره کې منل، ترڅو د جګړه ځپلو هیوادونو پر ګاونډیو باندې د مهاجرت فشار لږ شي.

خو په ۲۰۱۵م کال کې هغه مهال چې اروپا د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان شوه، ډنمارک هم د پناه شاوخوا د۲۰ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړل او تر هغه وروسته دغه هیواد د ملګرو ملتونو له خوا د مهاجرو له منلو ډډه وکړه.

اوس به د دې نوي قانون پر اساس، د ډنمارک د مهاجرت وزارت پیرکړه کوي چې د ملګرو ملتونو د دې پروګرام په چوکاټ کې څومره مهاجر ومني او غواړي چې د ځانګړو شرایطو پرته په کال کې دې هیواد ته د مهاجرو شمیر تر۵۰۰ کسانو وا نه وړي.

د ډنمارک د پناه غوښتنې او ادغام وزیر اینګر شتویبرګ تیره میاشت هغه مهال چې یاد قانون یې وړاندي کړی وو، ویلي ول: «پر سرحدونو باندي د مهاجرو د را څرګندیدو د شمیر وړاندوینه سخت کار دی او موږ په دې هم پوهیږو چې دلته د راغلو کسانو [مهاجرین] ادغام به ستونزمن کار وي.»

ټولنیز آزاد ګوند چې د ډنمارک د حکومت په اپوزیسیون کې دی، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د پروګرام نه پلي کول به پر هغو هیوادونو باندي چې مهاجرو ته یې ځای ورکړی، فشار لا ډیر کړي او ممکن دغه اقدام د دې لامل شي چې نور هیوادونه هم په ورته قانوني اقدام لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیرکال په ډنمارک کې تر۶۰۰۰ ډیرو کسانو د پناه غوښتنه کړې او د روان میلادي کال له جنوري تر نوامبر میاشتې پوري د دې راز کسانو شمیر تر۳۰۰۰ لږ ډیر دی.

dpa,afp(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: