1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجر میشته سیمو مجرمين به دوه چنده سزا ویني»

۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

د ډنمارک حکومت ویلي دي چې پر داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په مهاجر میشته سیمو کې به مجرمانو ته د هیواد د نورو سیمو اوسیدونکو په پرتله دوه برابره سزا ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2tPWS
Deutschland Dänemark Grenze Flüchtlinge aus Syrien
انځور: Getty Images/S. Gallup

ټاکل شوې ده چې د ډنمارک لومړی وزیر لارس لوکه رسموسن، به د پنجشنبې په ورځ د هغو سیمو د جزا کچې اړوند معلومات اعلان کړي چې اکثريت اوسیدونکي یې مهاجر دي.

دا اقدام د هغه یوه پراخ پروګرام برخه ده چې په اصطلاح "ghetto areas"  یا ګیټو سیمو کې د جرایمو تر کنترول لاندي راوستلو په موخه جوړیږي.

که څه هم ویل کیږي چې تر اوسه پوري د یو شمیر ځانګړو جرمونو د سزا دوه چنده کولو په اړه موافقه نه ده شوې، خو د ډنمارک د عدلیي وزیر یوه داخلي ورځپاڼې ته ویلي دي چې غلا، د یو چا لوټل یا ګواښلو په څیر جرمونو په دې کې شامل دي.

د عدلیې وزیر سورن پاپي پولسن زیاته کړه: «څرګنده خبره ده چې په دې سیمو کې به د انصاف توره په ډیرې تیزې سره کار کوي».

ورځپاڼې د پولیسو د شمیرو په حواله رپوت ورکړی دی چې په ۲۰۱۷م کال کې د هغو سیمو د ځایې اوسیدونکو(ډنمارکیانو) ۶۳ سلنو یې ویلي دي چي دوی ځانونه محفوظ نه احساسوي. په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې دغه فیصدي ۷۲ وه. دغه شمیرې بیا د ټول هیواد په کچه په ترتيب سره ۷۹ او ۸۱ سلنه وو.

ډنمارک په ۲۰۱۰م کال کې د «ګیتو سیمو» یو نوملړ خپور کړی وو، چې په هغې کې تر زرو د زیات نفوس لرونکي محروم سیمې بلل شوي وې.

ګیتو هغو سیمو ته ویل کیږي چي هر یو مذهبي او نژادې اقلیت پکې بی له دې په خپل چار چاپيره ټولنه کې په کلتوري لحاظ په بشپړ ډول مدغم شي، ګډ ژوند وکړي او په دې ډول د خپل څو کلتوري هويت د ساتلو کوښښ کوي.

دغه اصطلاح د دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې ډیره معموله شوې وه، کله چې یهودانو د نازیانو له سیمو څخه د استوګنې ځانګړې سیمې جوړې کړې وې. په دې کې تر ټولو مشهور ګیتو د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د یهودي اقلیت د استوګنې سیمي وي.

راسموسن له برلنکسګي ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د دې اقدام هدف تر ۲۰۳۰ م کاله پورې د ټولو داسې سیمو ختمول دي. نوموړي زیاته کړه: «ډیر شمیر مهاجر په وړو ځایونو کې ګډ میشت شوي دي».

راسموسن زیاته کړه چې ګیتور سیمو د اوسیدونکو چلند، د ژوند کولو طریقه، په ژبې پوهیدل او د تعليم له پلوه د ډنمارک د عام اوسیدونکو سره توپیر کوي.