ډيری آلمانان له افغانستانه د خپلو ځواکونو راايستل غواړي

د يوې تازه نظر پوښتني له مخي د آلمانانو روښانه اکثريت غواړي چي د دغه هيواد ځواکونه له افغانستانه راووځي. جرمني په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په ماموريت کي نژدې زر تنه عسکر لري.

د «انزا» په نوم انستيتوت د آلمان د «بيلد» ورځپاڼي په غوښتنه له افغانستانه د آلماني ځواکونو د بشپړه راوتلو په اړه يوه نظر پوښتنه کړې ده.

د بيلد ورځپاڼي د پنجشنبې ورځي په گڼه کي راغلي دي چي په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۵ سلنه ئې په دې نظر دي چي آلماني ځواکونه دي په بشپړه توگه له افغانستانه راووځي.

په نظر پوښته کي د پوښتل سوو کسانو ۲۰،۳ سلنه بيا ويلي دي چي آلماني ځواکونه دي په افغانستان کي پاته سي. له بلې خوا له ۷۵،۲ سلنه د لوړ عمر کسانو او د آلمان له پاره بدیل ګوند پلویانو او د کیڼ ګوند ۷۱ سنله پولیانو په افغانستان کي د خپل هیواد د ځواکو د عملیاتو له دوام سره مخالفت ښوولی دی.

د آزاد دیموکرات ګوند ۵۹ سنله پلویان، او د سوسیال دیموکرات ګوند ۵۸،۹ سلنه پولیان هم ورته نظر لري. د زرغونو په ګوند کي بیا دغه شمیر ۵۴،۶ او د سوسیال مسحی او دیموکرات مسحي ګوندونو په اتحاد کي دغه شمیر ۴۹،۳ سنله ده.

دا په داسې حال کي ده چې د آلمان د دفاع وزیر اورزلا فون دیر لاین، تر دې مخکي ویلي وو چې د آلمان پوځ به د لږ تر لږه پنځو نورو کلونو له پاره په افغانستان کي پاتې سي.

آلماني ځواکونه له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کي میشت دي. اوس مهال دغه هیواد په افغانستان کي ۹۴۱ سرتیري لري چې د افغان ځواکونو پر روزنه او هغوی ته پر مشوره ورکولو بوخت دي.

زموږ له ارشيف څخه:

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

د مارموریت پای

له ۲۰۰۲ کال راهیسې آلمان له افغان حکومت سره مرسته کوي چې داسي پولیس وروزي چې د قانون حاکمیت ته ژمن وي. دغه پولیس د آلمان د پولیسو د پوروژې په چوکاټ کي روزل کیږي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

پر بیلابیلو مسایلو ټینگار

د پولیسو د روزني په برخه کې د آلمان یوه کلیدي ستراتیژي دا ده چې داسې افغان پولیسو ته روزنه ورکړي، چې هغوی پخپله بیا وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نور افغانان وروزي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

یوازي په څو اوونیو کي روزنه

د پولیسو له پاره یو ابتدایي روزنیز کورس یوازي اته اوونۍ دوام کوي. دغه نوي پولیس په دې کورس کې د مجرمینو د نیولو، له هغوی څخه د پوښتنو گروېږنو او همداراز د وسلو کارول زده کوي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

نیوکي او بد گومانۍ

په افغانستان کې د اداري فساد، دارې او لوژیستیکي ستونزو له کبله داسي شکونه شته چې افغان پولیس به تر ۲۰۱۴ کال وروسته و نه شي کولای چې د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

څلور اډې

آلماني ځواکونه او د پولیسو روزونکي پر څلورو ښارونو باندي تمرکز لري. دغه ښارونه فیض آباد، کندز، مزارشریف او کابل دي. د فیض آباد او کندز ښارونه کنترول اوس په خپله افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

په ټولو برخو کې روزنه

د پولیسو د روزنیز پروگرام تر څنگ، افغانانو ته همداراز په دې برخه کې روزنې ورکول کیږي چې هغوی وکولای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پولیسو د روزنیز مرکزونو د تجهیزاتو او امکاناتو پالنه وکړي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

ښځینه پولیسو ته اړتیا

اوس افغانستان ښځینه پولیسو ته سخته اړتیا لري. په دې هیواد کې یو نارینه پولیسو په هیڅ صورت کې اجازه نه لري چې یوه ښځه تلاښي کړي.

د افغان پوليسو د چټکي روزني بهیر

له خطره ډک کار

د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنگ، د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې د هماغه کال د مارچ او جولای میاشتو په منځ کې شاوخوا ۲۷۵۰ افغان پولیس د دندې پر مهال وژل شوي دي.

موږ تعقيب کړئ