1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيری انګريزيان په افغانستان کي د جګړې مخالف دي

۱۳۸۸ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

په لومړي سر کي بريتانويانو داسي فکر کاوه چي د افغانستان جګړه به هم ښايي د يو لنډ وخت لپاره وي خو اوس هغه تر بل هروخت اوږده او تراوسه 246 تنه برتانوي عسکرو خپل پکښي ژوند د لاسه ورکړی دی...

https://p.dw.com/p/LpDM
په افغانستان کي برتانوي عسکر د ګزمې پر مهال
په افغانستان کي برتانوي عسکر د ګزمې پر مهالانځور: picture-alliance / dpa

له پخوا زمانې څخه بریتانویان په عمومي توګه د دې مخالف نه دي چي ټولي نړۍ ته د هغوی سرتیری د پوځي عملیاتو لپاره استول کیږی. په همدې وجه د افغانستان د رواني جګړې په پیل کي هم دا کوم ستر بحث نه ؤ، چي ولي افغانستان ته سرتیري د جګړې لپاره استول کیږي. هغوی فکر کاوه چي دا هم ښايي د يوې لنډي مودې لپاره یو عادي پوځي ماموریت وي.

خو اوس د عامو بریتانوی وګړو نظر بدل شوی دی د هغوی اکثریت د دغی جګړی مخالف دی. د دغه مخالف یو دلیل د افغانستان په جګړه کی د بریتانوی سرتیرو د وژلو وار په وار زیاتیدل دی. تر اوسه پوری 246 بریتانوی سرتيرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د جګړی په وړاندی د بریتانوی وګړو غبرګون به د بریتانیا په هغی یو پوځي هډي کی وڅارو چیري، چی جنګی الوتکی کښته او پورته کیږی او وخت په وخت د وژل شوو سرتیرو تابوتونه کښته کوی:

د انګلستان په جنوب کی د RAF Lyneham د هوایی ځواکونو هډی ته نژدې اوسیدونکي په دې ښه خبر دی چی نن دغی هډی ته C/17 ډوله الوتکه کوزه شوه او یو ځل بیا یی یو بل تابوت راوړ.

هر کله چی د یو س تیری تابوت راوړل کیږی پوځی باجه خانه ورته غږول کیږی.

په دغه تابوت کی د خورد ضابط رابرت هیز مړی پروت دی،هغه همدا څو وخته مخکی 19 کلن شوی ؤ چی د افغانستان په جګړه کی یی خپل ژوند د ځوانی په لومړی پسرلی له لاسه ورکړ. یو کال کیده چی هغه په پوځ کی خدمت پیل کړی ؤ.

د بریتانوی میرمنی چی انګی نومیږی کور د نوموړی هوایی هډی په ګاونډیتوب کی پروت دی، هر ځلی چی دغی هډی ته یو مړی د الوتکی په واسطه راوړل کیږی، هغه له کوره وځي، نژدی ورځي تر څو خپل درناوی وړاندی کړی او د مړی په حق کی دعا وکړی:

«سخته خواشینی یم، دا لومړی ځل نه دی چی دلته ولاړه یم او دغسی تابوت په سترګو وینم. دا دی نن د یو نولس کلن ځوان د مرګ شاهده یم، ځان سره فکر کوم، که چیری دا زما زوی وای ، بیا به ما څه کول.»

په افغانستان کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونه
په افغانستان کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونهانځور: AP

کله چی تابوت له الوتکی کوز شی، د پوځي مراسمو له بدرګی څخه وروسته د Wootten Bassett ‌‌‌ نومی کلی په کوڅو کی لیږدول کیږی. له دی جریان څخه د سیمي ټول اوسیدونکي خبر دي، ځیني له کورو سړکونو ته راوځی. له ټول انګلستان څخه د جګړې سابقه داران دغه ځای ته راځي تر څو نوو وژل شوو سرتیرو ته خپل درناوی وړاندي کړي.

« زه هم پخوا پوځی سړی وم. یولس نیم کاله. ما خپل کوچنی ورور له لاسه ورکړ. حینی ملګری می هم ووژل شول. داښه چی سړی دلته راشی ترڅو هغو کورنیو ته چی خپل عزیزان په جګړه کی له لاسه ورکوی، خواخوږی ښکاره کړی او د وژل شوو کسانو په حق کی دعا وکړی. مهمه خبره داده چی هغه سرتیری چی لا تر اوسه د جګړی په ډګر کی دی، پوه شی چی هغوی یواځي نه دی د خلکو ملاتړ ورسر دی، هغه څه چی دوی هلته کوی.»

ډیری هغه کسان چی دWootton Basset کلی ته راغلی دی تر څو مړو ته خپل درناوی وړاندی کړی، د بریتانوی سرتیرو څخه ملاتړ کوی. خو د هغوی ډیری یی د افغانستان جګړی ته په انتقادی سترګه ګوری.

«دغسی ډیر خلک د دی جګړی مخالف دی. دغه ځوان چی نن یی مړی راوړل شوی دی، زما د تره زوی ؤ. پخوا ما تل داسی فکر کاوه چی ګواکی دغه ځوانان د جګړی په خطرونو باندی پوه دی چی په جګړه کی ګوړی نه ماتیږی، بلکه سرونه بایلل کیږی. خو اوس زما فکر بدل شوی، زما نظر اوس دا دی چی دغه ځوانان باید دغی جګړی ته لاړ نه شی. خلاص»

له هغه وخت څخه چی د بریتانوی سرتیرو مړي زیات شوی دی، د دغه هیواد په دننه کی د خلکو وضعیت بدل شوی دی: ۲۰۰۹ کال په افغانستان کی د بریتانوی سرتیرو لپاره تر ټولو تیرو کلونو ډیر خونړی کال ؤ. اوس ډیری بریتانویان د هندوکش د غرو په لمن کی له جګړی څخه پلوی نه کوی او هیڅ دلیل نه وینی چی هغی ته دوام ورکړ شی. لکه چی جولیان بورګر د ګاردین د ورځپاڼي لپاره د افغانستان د چارو کار پوه چی وایی:

د برتانوي عسکرو د وير مراسيم
د برتانوي عسکرو د وير مراسيمانځور: AP

« د افغانستان د ټاکنو څخه را په دی خوا ډیری بریتانویان د افغانستان د حکومت د قانونیت په هکله شک لری، هغه یو حکومت چی د بریتانوی سرتیرو په زور ساتل شوی دی. خصوصا کله چی پنځه بریتانوی سرتیری چی د افغانستان د پولیسی ځواک د روزلو لپاره ګمارل شوی ؤ، خپله د افغان پولیسو له خوا وژل شول، دیری خلک پوښتنه کوی چی ولی بریتانوی سرتیری باید هلته ولاړ شی، د خلکو نا امیدی زیاته شوی ده.»

ډیری بریتانویان اوس په دی نظر دی چی د هغوی سرتیری د سیاستوالو د لوبو په توپونو بدل شوی دی. د هغوی قهر او غصه وار په وار زیاتیږی:

« ډیر خلک دا پوښتنه کوی: ولی مونږ په افغانستان کی یو، که چیری هدف مو هلته د القاعدی له ګواښ سره مقابله وی، نو القاعده خو یواځي هلته نه ده، بلکه دغسی یوه خطر له نورو سیمو څخه هم مونږ ته متوجه دی، نو په دی وجه سړی باید پوښتنه وکړی چی آیا دا ستراتیژی سمه ده که نه؟»

ډیری کسان چی د انګلستان د Wootton Bassett په کلی کی د مړو د درناوی لپاره راټولیږی، په یو ډول له پوځ سره تړاو لری. ځینی یی له واقعیت سره سم نظر لری او وایی چی اوس هر څه چی شوی ، هغه شوی ، له اوسنی وضعیت څخه باید یو څه جوړ شی، په اصطلاح د خټو پزه:

«زه فکر کوم کی چی له دغه سر خوږ څخه مونږ ځان داسی ژغورلی شو چی یو ځل ښه ډیر سرتیری هلته واستوو، لکه چی په تیرو اونیو کی داسی یو تصمیم ونیول شو. که چیری ډیر سرتیری هلته ولرو ، ښایی ستونزه حل شی. او په دی ډول جګړه وګټله شی او د دغسی ځوانانو تابوتونه چی اوس یی وینو ، ښایی بیا ونه وینو.»

دا چی په راتلونکی کی د بریتانیا د C 17 ډوله الوتکی د هندوکش د غرو له لمنی څخه نور مړی د انګلستان دغی هوایی هډی ته رانه وړی ، دا نه یواځي د دغی هډی د شا او خوا اوسیدونکو غوښتنه ده بلکه په ټولی بریتانیا کی د خلکو هم.

Birgit Maass/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل