1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډير غريبان نور نسي کولای ، ځانونه ماړه کي

۱۳۸۶ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

ملګري ملتونه د خوراکي شيانو د بيي د لوړيدو په خاطر ددې بيره لري ، چه په نړۍ کښي به لوږه نوره هم ډيره سي ...

https://p.dw.com/p/DKBa
په نيويارک کښي د ملګرو ملتو ودانۍ
په نيويارک کښي د ملګرو ملتو ودانۍانځور: AP
د AP د خبري اژانس سره په يوه مرکه کښي د ملګرو ملتو د نړۍ د غذايي پروګرام رييسې ، جوزيت شېرن Josette Sheeran وويل چي ډير غريبان نور نسي کولای ، ځانونه ماړه کي . دغه سازمان همدااوس خبر دی ،چي په نړۍ کښي لوږه ډيره سوې ده . شېرن Sheeran د خوراکي شيانو د بيي د لوړيدو علت د لږو بارانو او خرابي هوا ، د فصلونو د اخيستلو لنډ وخت ، د تيلو د بيي د لوړيدو او په زياتيدونکې ډول سره د نباتي محصولاتو څخه د انرژۍ په حيث کار اخيستل ،وبلل .