1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډیری خلک په ټاکنو کې ګډون کول غواړي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

یوه نوې نظر پوښتنه ښيي چې ۷۶ سلنه افغانان غواړي د ۱۳۹۳لمریز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي او رایې ورکړي. ۱۲ سلنه خلکو بیا ویلي دي چې نه غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/18yjt
انځور: DW

دغه نظر پوښتنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د «دیموکراسۍ انټرنیشنل» په نوم د موسسې له لورې تر سره شوې ده. شاوخوا څلورو زرو افغانانو، د ټاکنو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي. د دغه نظر پوښتنې ګډونوال په تصادفي توګه انتخاب کړای شوي او د مختلفو قشرونو خلکو د ټاکنو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

د دغه نظر پوښتنې هدف د ټاکنو او دیموکراسۍ په اړه د خلکو نظرونه منعکسول او همداشان د ټاکنیزو حوزو د مسایلو په اړه د خلکو د پوهاوي میزان په ګوته شوی دی.

نا امني اصلي ننګونه

د دغه موسسې د څیړنو مسوول محمد صدیق برکي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون ۳۰م) په کابل کې یوې خبرې غونډي ته وویل چې په ټاکنو کې د خلکو د نه حضور اصلي لامل نا امني ده.

د برکي په وینا، هغو خلکو چې په دغه نظر پوښتنه کې ګډون کړی وو، په ټاکنو کې د ګډون له پاره یې امنیت د اصلي شرط په توګه عنوان کړی دی: «د دولت او نړیوالې ټولنې له پاره ډیره مهمه ده، چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې د ټاکنو پر ورځ یې امنیت خوندي دی.»

په دغه نظر پوښتنه کې ۸۰ سلنه نارینو او ۷۲ سلنه ښځو ویلي دي چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي. د دغه نظر پوښتنې پر اساس تحصیل یافته خلک او محصلین په ټاکنو کې د ګډون سره ډیره لیوالتیا لري.

نظر پوښتنه دا هم ښيي چې ۷۰ سلنه افغانان تصمیم لري چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي، خو د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله په پارلماني ټاکنو کې د خلکو د ګډون تمایل کم دی.

په دغه نظر پوښتنه کې د افغانانو مدني پوهه هم بر رسي شوی ده. ۳۵ سلنه خلکو ویلي دي چې د تیرو ټاکنو په اړه یې هیڅ رنګه پوهاوی نه درلود. خو ۲۵ سلنو خلکو بیا ویلي دي چې د ټاکنو د مسایلو په اړه یې پوره معلومات درلودل.

ښاغلي برکي وویل چې په دغه نظر پوښتنه کې د وسلوالو مخالفینو د ګډون په هکله هم له خلکو څخه پوښتنې شوي دي. د هغه په وینا د خلکو په منځ کې مخالفې وسلوالې ډلې له کم ملاتړ څخه برخمنې دي.

د برکي په وینا زیاتره کسانو چې په دغه نظر پوښتنه کې ګډون کړی، په ټاکنو کې یې د وسلوالو مخالفینو د ونډې اخیستو په اړه نارضایتي څرګنده کړې ده: «۷۳ سلنه خلکو ویلي دي یو څوک چې په تیرو وختونو کې د مخالفو وسلوالو ګروپونو غړی وو او يا په اوسني وخت کې په دغه ډلو کې شامل وي، باید کاندید نه وي.»

د دیموکراسۍ په اړه د خلکو نظر

د نوموړې نظر پوښتنې پر اساس د افغانستان زیاتره خلک د دیموکراسۍ په اړه مثبت نظر لري. ۳۹ سلنه خلکو ویلي دي چې تر ډیره بریده له دیموکراسۍ څخه راضي دي او ۳۳ سلنه بیا د دیموکراسۍ څخه رضایت څرګند کړی دی، خو ۴ سلنه خلکو بیا ویلي دي، په افغانستان کې له سره دیموکراسي وجود نه لري.

د سید یاسین حسیني په نوم د نوموړې موسسې یوه مسوول وویل: «موږ دا خبره موندلې ده، د ډیرو هغو کسانو سره چې مصاحبې شوي دي، په افغانستان کې د دیموکراسۍ په اړه مثبت نظر لري او کم شمیر خلکو له دیموکراسۍ څخه نارضایتي څرګند کړې ده.»

دغه نظر پوښتنې دا هم په ګوته کړې ده چې د سړو په پرتله ښځې د دیموکراسۍ په اړه مثبت نظر لري.

د نوموړې موسسې مسوولینو پر دې خبره ټينګار کړی دی چې د امنیت تامین او د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي د سطحې لوړول به په رایو کې د ونډه اخیستونکو میزان لوړ کړي.