1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ږېږېدنې کمي شوي خو د نړۍ نفوس په ډیریدو دی

مسعود جهش / کرسټيان ايګناڅي۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

په نړۍ کې د تولداتو کچه رالویدلې خو بیا هم نفوس د ډیریدو په حال کې دی. په تیرو څلورو لسیزو کې د تولداتو کچه پنځوس سلنه راکمه شوې. دغه حالت د تولداتو او مړینې تر منځ یو غیر متناسب حالت رامنځ ته کړی دی.

https://p.dw.com/p/1CukQ
انځور: picture-alliance/dpa

همدا اوس په نړۍ کې شاوخوا اووه میلیارده انسانان ژوند کوي. کارپوهان په داسې حال کې د نړۍ د نفوس د ډیریدو په اړه گواښ کوي چې په نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر په نړیواله کچه رالویدلی دی.

د نړۍ د نفوس پر ډیریدو باندې آلماني څارنیز سازمان، په دې اړه یو رپوټ خپور کړی دی. د دغه سازمان له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کې همدا موضوع راغلې ده. د رپوټ په حواله په داسې حال کې چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې په نړیواله کچه د نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر راکمیږي، خو بیا هم په ټولیز ډول د نړۍ نفوس ډیر شوی دی.

د دې آلماني سازمان کارپوهه اوتي ستالمایستر، وايي: «له ۱۹۷۰ کال راهیسې د نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر کم شوی دی. په دې کال کې هرې مور په اوسط ډول ۴.۷ ماشومان زیږدول خو اوس دغه شمیره ۲،۵ ته رالویدلې ده. خو پر دې سربیره هم د نړۍ نفوس ډیر شوی دی.»

د ماشومانو مړينه کمه شوې

د نویو زیږدونو پر رالویدو سربیره د نړۍ د نفوس د ډیریدو یو لامل د ماشومانو د مړینې د کچې کمیدل دي. اوس په نړۍ کې د روغتیا په برخه کې د رامنځ ته شویو پرمختگونو له کبله د پخوا په پرتله لږ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوتي د تولداتو او مړینو تر منځ د یوه تناسب د رامنځ ته کیدو یوه لار په هیوادونو کې د توالداتو په کنترول کې ویني. هغه وایي: «اوس وضعیت داسې ښکاري چې بشر نه شي کولای تولدات کنترول کړي. خو د وخت په تیریدو سره به دغه وضعیت هم بدلون ومومي. که په اوسط ډول د یوې مور د تولداتو شمیر ۲.۱ ته رولویږي نو د مړینو او تولداتو تر منځ به یو تناسب رامنځ ته شي.»

د هغو هیوادونو له ډلې څخه چې په وروستیو کلونو کې په کې د تولداتو کچه راټیټه شوې ده ډیر شمیر افریقایي هیوادونه شامل دي. په تیرو ۴۰ کلونو کې په افریقا کې د یوې مور د اوسط تولداتو شمیر له ۶،۷ څخه ۴،۷ ته راکښته شوی دی.

د انسانانو اوسط عمر زيات شوی

په یو شمیر هیوادونو کې که څه هم ښځې غواړي چې خپل حمل کنترول کړي خو د وسایلو او امکاناتو د نه شتون له کبله په دې کار نه توانیږي. د وروستیو احصائیو له مخې په افریقا کې د ناغوښتلو حملونو شمیر په یوه کال کې ۸۰ میلیونو ته رسیږي.

د تولداتو د کنترول یوازینۍ لاره د خلکو پوهاوی او همداراز د داسې امکاناتو برابرول دي چې هغوی یې په مرسته د ناغوښتلو حملونو مخه ونیسي.

یو بل لامل چې له کبله یې په نړۍ کې د تولداتو د کچې پر رالویدو سربیره هم نفوس ډیر شوی دی د عمر د اوسط لوړیدل دي. اوس د روغتیایي پرمختگونو له کبله انسانان په اوسط ډول د پخوا په پرتله د اوږدې مودې له پاره ژوند کوي.