1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژغورونکې ډله

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

ګلن کلاین، د پولیسو مامور د هغو کسانو له ډلۍ څخه نه وو، چی د 2001 کال د سپټمبر په یولسمه نیټه د نړیوالو تجارتې مرکزونو له څنګ څخه په داسی وخت کی تښتیدل چی دغه مرکزونه د سوزیدو په حال کی وو

https://p.dw.com/p/12DrN
انځور: DW / D. Eusterbrock

هغه برعکس د دغو ودانیو یا مرکزونو په لور منډی وهلۍ. کلاین د نیویارک د پولیسو په یوی ځانګړی ډلۍ کی شامل وو چی د دویمی زړه بریښوونکۍ پیښی څخه لږ څه دمخه «ګرونډ زیرو» ورسید.کلاین پوره 9 میاشتی د دغو ترورستې بریدونو په اثر د ورانیو د لری کولو په برخه کی دنده ترسره کړه. دی مودی د ده ژوند ته بدلون ورکړ. او د هغی اثرات نن هم په شدیده توګه په نوموړی کی احساسیږی.

ګلن کلاین په همدی منځ کی تقاعد کړی دی هغه د سنترایچ په سیمی کی چی د «لانګ آیلند» چی یوه اوږده جزیره ده او د نیویارک د منهتن څخه د موټر په واسطه تقریبآ یونیم ساعت فاصله لری ژوند کوی. د المان غږ راډیو خبریالۍ کرسټیان برکمن د نوموړی سره هلته لیدلۍ دی

د امریکایانو په یوی ځانګړی سیمی کی یو خاص کور په امریکایی شیوی سره. د کور مخی ته یو تک شین چمن چی یوه سپينه کټاره ورڅخه تاوه شوی ده. کور ته د ننوتلو د دروازی د پاسه یو زینتی زنګ چی وروورو خوزیږی زوړند دی. «کوکو» د هغی د دری کلن سپې نوم دی چی غواړی تازه راغلو میلمنو ته ځان نږدی او حمله پری وکړی. ګلن وایی چی کوکو د انسانانو سره ډیر مینه لری.

د پولیسو دا مامور تیار دی چی د لس کاله پخوا په اړه خبری وکړی. خو میرمنه یی د خبریالانو سره د خبرو څخه ډير ځان ساتې . د ګلن په وینا دا لومړی ځل نه دی چی میرمنه یی د خبریالانو سره د خبرو کولو څخه ډډه کوی. ګلن د دی لامل داسی بیانوی.

« کله چی کارول پریکړه وکړه چی خپل یو پښتورګی اعانه کړی. ټولو رسنیو تلیفونونه وکړل او غوښتل یی چی د ده سره خبری وکړی خو کارول وویل چی دی نه غواړی په دی اړه خبری وکړی.»

د خبریالانو علاقه ډيره زیاته وه، ځکه چی کارول چی چاته خپله ګرده ورکړی وه هغه د کلاین یو دوست او همکار ؤ، چی په ګرونډ زیرو کی د دندی د ترسره کولو له امله ناروغه شوی وو.

ګلن کلاین هم په ګرونډ زیرو، په هغه ځای کی چی یو وخت د نړۍ تجارتې مرکزونه هلته وو کار کولو. نوموړی پوره 9 میاشتی په هغه ځای کی دنده ترسره کړه. تر څو د دغو ودانیو د ویجاړیدو پر اثر پاتی شوی ملبه پاکه شوه.

نوموړی چی د یو ځانګړې کمانډو غړی وو، د 2001 کال د سپټمبر په یولسمه نیټه یی یو ماسک درلود چی د ده په وینا په زیات ګمان سره دی یی د یو ډير بد حالت څخه ژغورلې دی.

وروسته دوی ته تنفسې دستګاوی هم ورکړل شول، خو د دغو دستګاګانو فلتر ونشو کولوی چی د دغو دوړو او زهرجنو خاورو څخه د دوی سږې وژغوری. ګلن ناروغه شو.

« زه فکر کوم چی دا د معدی او کلمو د ناروغۍ پيل دی چی اوس هم پری اخته یم. مونږ په هغو ځایونو کی کار کولو چی ویل کیده د تنفس لپاره هیڅ خطر نه لری، خو دا رښتیا نه وه. زمونږ حکومت مونږ ته دروغ وویل، ځکه چی غوښتل یی ګرونډ زیرو د اسهامو د بازار په خاطر د دویم ځل لپاره فعاله کړی.»

ګلن د سپټمبر په یولسمه نیټه اصلآ ماموریت نه درلودلو، خو کله چی د پيښي څخه خبر شو فورآ په دوطلبانه توګه یی ځان راورسوو. کله چی هغه ځان ګرونډ زیرو ته ورسوو دویمه ودانۍ لا په اور کی د سوزیدو او نړیدو په حال کی ؤ. هغه د پيښی په ځای کی خبر شو چی د هغی 14 تنه همکاران د دغو ودانیو لاندی شوي دي .دوی ټول د پولیسو د ځانګړې ټولې غړی ول، ټول صحدتمند او د انسانانو د ژغورنۍ په برخه کی یی زده کړی او تمرینونه کړی ول.

ګلن او نورو همکارانو یی په کوښښونو پيل وکړ خو پرته د پولیسو د دوو کارکونکو څخه یی ونشو کولای چی بل څوک وژغوری. ګلن یوه موزه وموندله چی یوه پښه پکی وه او خپله د قربانې شوی تن هیڅ درک نه معلومیده. هغه یو پتلون ؤ مونده او هڅه یی وکړه چی جبونه یی ولټوی تر څو یو کاغد یا سند پيدا کړی چی د دغه کس هویت تری ثابت شی. ګلن وایی چی 8 یا 10 ورځې وروسته پوه شو چی دا نور د ژغورنۍ ماموریت نه دی.

د هغی څخه دوه کاله وروسته په داسی حال کی چی په پولیسو کی د نوموړی د خدمت 20 کاله تیریږی، ګلن ته د ده په غوښتنه تقاعد ورکړل شو. نوموړی چی هم کراټه باز وو او هم اوږده منډه یی وهله، نور د روانۍ لحاظه ناتوانه شوی ؤ. هغه د سالنډۍ په ناروغۍ اخته شو، د خپلۍ میرمنۍ سره یی دعوی کولې او ډیر قهرجن وو، پر الکهولو مبتلا شوی وو او د بل هیڅ شی مییل یی نه درلود.

ګلن په 2004 کال کی روان پيژندونکې ډاکتر ته ولاړ او ډاکټر دا تشخیص کړله چی نوموړۍ د« پی تی اس دی» په ناروغۍ اخته دی،چی دا یو ډول د روانې پریشانۍ ناروغې ده چی د یولسم د سپټمبر د ناورین له امله ده ته ورپيښه شوی ده.

« د روان پيژندونکې څخه می ؤ پوښتل چی زه ولې په روانې ډول دومره پریشانه یم په داسی حال کی چی ما خپل ټول عمر د وژل شوو او ویجاړیو سره تیر کړی دی . ډاکتر وویل توپير په دی کی دا دی چی دا ځل ستا نږدی خلک وژل شوی دی. زما 14 دوستان په دغه ځای کی ووژل شول. دا دې ته ورته دی چی زما کور ته څوک په زوره ننوتۍ وی او زما کورنۍ یی وژلۍ وی.»

په همدی منځ کی د ګلن وضع اوس ښه شوی ده. هغه اوس هم د روانۍ پریشانۍ د ناروغۍ سره په مبارزی اخته دی، او د پخوا په ډول په حال نه دی، خو ورځ په ورځ یی وضعه په ښه کیدو ده، او کله نا کله بیا قدم وهلو او یا د کراتی تمرین ته هم ځی. ګلن وایی چی د یولسم د سپټمبر په پيښی کی یی د خپل روغتیا ډیره برخه له لاسه ورکړی ده.

هغه زیاتوی چی دغه کاروان پای نه لری تر اوسه پوری 1010 تنو مرسته رسوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ګلن همدارنګه زیاتوی چی یقینآ په سلګونو د اطفایی کارکونکې چی د ټول هیواد څخه د مرستی لپاره هلته راغلې ول، خپل ژوند یی له لاسه ورکړی دی او یا هم ناروغه شوی دي او حتی په دی هم نه پوهیږی چی د دی لامل د یولسم د سپټمبر پيښی دي.

ګلن د سپټمبر د یولسمی نیټی پيښه هیڅکله هم نشی هیرولۍ، او په ځانګړی ډول اوس چی د هغی پيښي لسمه کلیزه نمانځل کیږی.

« دا نه هیردونکۍ پيښه ده. د دی کار لپاره سړی باید په یوی جزیری کی ژوند وکړی چی هلته نه تلویزون وی او نه ورځپاڼه، او د هیڅچا سره هم خبری ونه کړې. شاید دا د دې د حل لاره وی، خو په داسی صورت کی هم څوک نه شی کولای چی د سپټمر د یولسمی پيښه د فکر څخه ؤ باسې.»

لږ تر لږه یو ښه خبر موجود دی او هغه دا چی د نوموړی ملګرۍ «جو» چی د ګلن میرمنۍ ورته خپل پښتورګۍ ورکړی وو، بیرته روغ شوی دی او اوس کولای شی چی د معمول په ډول خپل ژوند پر مخ بوځي.

ويرنر/ ابراهيم خيل/ ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل