1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي ترمپ او کم جونگ اون دوهم وار ملاقات کوي

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي چې د ختيځې آسيا د سفر پر وخت يې د شمالي کوريا د اتومي پروگرام په اړه په خبرو اترو کې پرمختگ شوی او ښايي د دواړو هيوادونو مشران ژر سره وگوري.

https://p.dw.com/p/369kH
Donald Trump und Kim Jong Un Singapur
انځور: Reuters/K. Lim

د  جنوبي کوريا د ولسمشرۍ دفتر د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۸ م کال د اکتوبر ۷ نيټه) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې ښايي د شمالي کوريا واکمن کم جونگ اون او د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خبرو اترو د دويم پړاو په موخه ژر سره وگوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د يکشنبې په سهار د شمالي کوريا په پلازمينه پيونگ يانگ کې له کم جون اونگ سره تر «گټورو» خبرو اترو وروسته سويل ته ستون شو. د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ دفتر د اعلامیې په حواله، پمپيو ويلي دي: «هغه او ولسمشر کم پر دې خبره سره سلا شول چې په لومړي ممکن فرصت کې به د دواړو هيوادونو ولسمشران دوهم وار ملاقات وکړي.» خو د ليدنې کتنې د دقيق وخت او ځای يادونه نه ده شوې.

مايک پمپيو او کم جون اونگ د «اتومي وسلو د له منځه وړولو پر اقداماتو» هم سره غږيدلي دي. 

پمپيو د دوشنبې په ورځ وويل چې په پيونگ يانگ کې چارواکو د پونگي ـ را د اتومي وسلو د آزموينو مرکز ته د څارونکو د ورتگ اجازه هم ورکړې ده. دا له شمالي کوريا څخه د امريکا يوه مهمه غوښتنه او د بندیزونو د لغوه کولو شرط وو.

پمپيو وويل: «ولسمشر کم، ويلي چې دی چمتو دی به څارونکو ته د داخليدو اجازه ورکړي.» نوموړي تر دې دمخه د تويتر له لاري ويلي ول چې «پيونگ ته مې سفر او د کم جون اونگ سره ليدنه کتنه ډيره ښه وه. هغه زياته کړې ده: «موږ د سنگاپور د مذاکراتو د هوکړو په برخه کې پرمختگ کړی دی.»

له جاپان سره گډه تگلاره

مايک پمپيو د جنوبي او شمالي کورياو له مشرانو سره تر خبرو اترو دمخه د جاپان له لومړي وزیر شينزو ابي سره وليدل څو د جاپان د حکومت د شمالي کوريا د تگلاري په اړه سره خبري وکړي.

پميپو وويل چې امريکا غواړي له شمالي کوريا سره د اتومي بې وسلې کولو د خبرو اترو پر وخت له جاپان سره دقيقه همغږي ولري.

نوموړي په توکيو لومړي وزیر شينزو ابی ته وويل: «موږ به د وړاندي تگ پر برخه کې بشپړه همغږي او يوه تگلاره ولرو. دا هغه څه دي چې موږ ورته د شمالي کوريا د اتومي بې وسلو کولو د پروسې د بريا له پاره اړتيا لرو.»

Japan Tokyo US Außenminister Mike Pompeo trifft Shinzo Abe
پمپيو د شنبې په ورځ د جاپان له لومړي وزیر سره وليدلانځور: Reuters/E. Hoshiko

د جاپان حکومت غواړي چې واشنگټن له شمالي کوريا سره د سولې په خبرو کې د دوی سيمه ایزي گټي و ساتي. د شمالي کوريا له خوا د جاپاني اتباعو اختطاف په جاپان کې د ډېرو له پاره يوه حساسه موضوع ده. له جاپانه ډېر کسان تښتول کيږي او په شمالي کوريا کې ترې د جاپاني ژبې او کلتور په برخه کې د جاسوسانو د روزونکو په توگه کار اخيستل کيږي.

تيره مياشت شينزو ابي اشاره کړې وه چې دی د شمالي کوريا له واکمن سره د «بې اعتمادۍ د فضا د له منځه وړولو» په موخه خبرو اترو ته چمتو دی.

سخته آزموينه

خو پمپيو په پيونگ يانگ کې له يوې سختې ديپلوماتيکي آزموينې سره مخامخ شو چې د ډېرو شنونکو په آند یې موخه د لانجمن اتومي پروگرام له پاره د فرصت زياتول و.

په جون مياشت کې په سنگاپور کې د شمالي کوريا د واکمن کم جون اونگ او ولسمشر ترمپ له ليدنې کتنې راهيسې د اتومي لانجې په اړه لږ پرمختگ شوی دی.

د کم جونگ اون او ترمپ له ملاقات راهیسې شمالي کوريا د اټومي او بلاستيک توغنديو آزموينې ځنډولي، درې امريکايي بنديان یې آزاد کړي او د اتومي آزموينو د ساحې ځينې برخې یې ويجاړي کړي دي. خو امريکا ويلي دي چې تر هغه به بندیزونه ليري نه کړي چې د کوريا نيمه ټاپو په بشپړه توگه له اتومي وسلو نه وي پاک شوی.

خو د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزیر هم تيره اوونۍ وويل چې د امريکا له خوا د امتيازاتو له ترلاسه کولو پرته به اتومي بې وسلو کولو ته چمتو نه شي.

نوموړي په نيويارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسمابلۍ ته د وينا پر وخت وويل چې شمالي کوريا تيرکال د «ښه نيت د ښوولو په موخه د پام وړ گامونه» اخيستي دي، خو د امريکا متحدو ايالاتو له خوا یې «هیڅ اړوند غبرگون» نه دی ليدلی.

AP, AFP, Reuters (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه؛