1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي د ګوانتنامو څني بنديان خپلو هوادونو ته وليږل سي

۱۳۸۷ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

وروسته له هغه چي د ګوانتنامو زندان د تړلو فرمان صادر سوی پر دې باندي تاوده بحثونه روان دي چي په هغه زندان کي تر ټولو خطرناکه بنديان به کوم هيواد ته سپارل کيږي چي دې پوښتني ته تر اوسه چا جواب ندی ويلی

https://p.dw.com/p/GmIw
د ګوانتنامو زندان يوه برخه
د ګوانتنامو زندان يوه برخهانځور: AP

امکانات سته چي د ګوانټنامو د زندان د تړلو وروسته، د جميعه اسلاميه درې زنداني غړي اندونيزيا او ماليزيا ته ولېږدول سي. پدوی کي رضوان ايسام الدين هم شامل دی، چي پدې تورن دی چي د 2002 م مېلادي کال د بالي په ټاپو کي تر سره سوو چاودنو او د 2003 م مېلادي کال پر مېريټ هوټل بمي بريدونو کي يې لاس درلودی.

دغه 44کلن سړی په هغو کسانو کي راځي چي د امريکا لخوا يې د لټون له پاره د نومانو لسټونه خپاره سوي وه. نوموړی د 2003 م مېلادي کال په اګست مياشته کي په بنکاک کي ونيول سو او په 2007 م مېلادي کال ګوانتنامو ته يووړل سو.

په ګوانتناموکي دوه نور ماليزييايي تورن تره ګر کسان بنديان دي چي محمدنذير ليپ او محمد فاريک نوميږي. د ملايشيا لومړي وزير عبدالله بدوي غوښتنه کړېوه چي دغه بنديان دي خپل پاته قيد په ماليزيا کي تېر کړي. خو کارپوهان پدې هکله شک څرګندوي چي دغه درې بنديان به په نژدې وخت کي خپلو هيوادونو ته ولېږدول سي.

سيډني جانز چي په جکارته کي د يوې نړۍ واله مؤسسې انټرنېشنل کرايسز کي کار کوي، يوې اسټراليايي راډيو ته ويلي دي چي په ماليزيا او انډونيزيا کي محکمې ددغسي قضيو له پاره تجربه نه لري.

سيډني جانز وايي:زه فکر نه کوم چي دوی دي خپلو هيوادونو ته ولېږدول سي. دغه کار يوازي هغه وخت امکان لري که دغه هيوادونه ګارنټي ورکړي چي دوی ته به سختې سزاوي ورکړي. د انډونيزيا پوليس اول بايد درضوان ايسام لدين په هکله زيات ثبوتونه جمع کړي، تر څو د هغه محکمه وکړای سي. تر کومه وخته چي دغه ثبوتونه نه وي تر لاسه سوي دغه بندي به خپل هيواد ته ونه لېږدول سي.

په سنګاپور کي د نيانګ پوهنتون استاد روهان ګوراناتنا هم دا فکر کوي چي و ماليزيا او انډونيزياته ددغو بنديانو لېږل خطرناکه کار دی. استاد روهان ګوراناتنا وايي: دغه درې نفره يوازي د جميعه اسلاميه غړي نه دي. دوی د القاعدې تر څنګ د نورو ډلو سره هم تړاو لري. رضوان ايسام لدين د القاعدې په مشرانو څخه و. دغه ډېر خطرناکه خلک دي او بايد ددوی سره همداسي چلن وسي. ماليزيا او انډونيزيا بايد ځان پدې پوه کړي چي دغه لوړ پوړي تره ګردي او دوی بايد داسي قانوني لاري جوړي کړي چي دغه کسان محکمه کړلای سي.