1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي سږ کال ډېر افغان مهاجر له پاکستانه وايستل سي

جاويد بينش۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد روان اقدامات ښايي په دغه هيواد کي ډېر افغان مهاجر هدف وګرځوي. زيات افغان مهاجر ښايي خپل هيواد ته بېرته ستنېدلو ته مجبوره کړل سي.

https://p.dw.com/p/1HnOk
انځور: DW/F. Khan

په پاکستان کي تقريبا يونيم ميليون ثبت سوي او تر يو ميليون زيات ناثبت سوي افغان مهاجر ژوند کوي. له هغه وروسته چي په ۲۰۱۴م کال په پېښور کي د پاکستاني پوځ پر يو ښوونځي ترهګر بريد وسو، د پاکستان امنيتي ادارو په ټول پاکستان کي ترهګري ضد اقدامات پېل کړل. په دې ترڅ کي پاکستان زيات هغه افغانان چي په دغه هيواد کي د مهاجرو په حيث نه دي ثبت سوي، بېرته خپل هيواد افغانستان ته استول پېل کړل.

پاکستان په ۲۰۱۵م کال تر ۸۵ زرو زيات افغان مهاجر دې ته مجبوره کړل چي بېرته خپل هيواد ته ستانه سي.د مهاجرو له پاره د ناروې کونسل سازمان ځايي رئیسي قرأت سدوزۍ دويچه ويله ته وويل چي ښايي په ۲۰۱۶م کال به تر ۱۰۰ زرو زيات غېر قانوني افغان مهاجر له پاکستان څخه وتلو ته مجبوره سي.

«په خپل هيواد کي زیاتي ستونزي»

د قرأت سدوزۍ، په وينا «افغان مهاجر به په داسي حال کي خپل هيواد ته ستانه سي، چي په خپل هيواد کي يې جائيدادونه قبضه سوي دي، د روزګار موندلو چانسونه يې ډېر کم دي. دوی به په افغانستان کي د بېرته ستنېدونکو د حقونو په ترلاسه کولو کي هم لويي ستونزي ولري، ځکه له زياتو سره ئې اړين اسناد نسته.»

هغه افغان مهاجر چي د ملګرو ملتونو له کډوالو چارو ادارې سره د کډوالو په توگه نه دي ثبت، نه سي کولای چي مرستي تر لاسه کړي. کله چي دغه غير قانوني افغان مهاجر بېرته خپل هيواد ته ورځي نو ورته په کمپونو کي ځای نه ورکول کيږي او هيڅ مرستي نه تر لاسه کوي. دغه مهاجر چي اړين اسناد نه لري، مجبوره وي چي په ټولنه او ښارونو کي خپله ځان ته ځای پيدا کړي.

د قرأت سدوزۍ، په خبره ډېر افغان مهاجر خپلو پلرنۍ سیمو ته د «بحراني حالاتو او جګړې له کبله بېرته نه سي ستنېدلای. د بېلګي په توګه په داسي حال کي ښايي د شمالي سیمو مهاجر د افغانستان لوېديځ ته ولاړ سي.» سدوزۍ زیاتوي چي د مهاجرو له خوا په افغانستان کي دننه هغو سیمو ته تلل چي د هغوی پلرنۍ سيمي نه دي، د دې لامل کيږي چي مرستندويه ټولني د هغوی په موندلو او ورسره په مرسته کولو کي ستونزي لري.

«افغان مهاجر نسبتا آسان هدف دی»

په پاکستان کي د آلماني بنسټ فريدريش اېبرت شتيفتنګ د سيمه ايز دفتر رئيس فيليف کاوپېرت وايي چي د غير ثبت سوو افغان مهاجرو په لېږد کي د پاکستان د پاليسۍ مخالف دی. کاوپېرت دويچه ويله ته وويل چي د پاکستان په عمومي رسنيو کي د ترهګرۍ او د افغان مهاجرو تر منځ تړاو ورکول د دې لامل کيږي چي د عامه خلکو فکر ګمراه کړي.

فيليف کاوپېرت وايي: «په پاکستان کي افغان مهاجر یو نسبتا آسان هدف دی. چارواکي کوښښ کوي چي په دې توګه د خپلو اقداماتو مؤثريت ثابت کړي. له بده مرغه چي دغه ډول چلن په پاکستان کي د توندلاريتوب او ترهګرۍ د اساسي لاملونو جواب نه وايي.»

آلمانی کارپوه کاوپېرت زیاتوي چي افغانستان يو داسي هيواد نه دی چي مهاجر ته بېرته ور ولېږل سي. د هغه په وينا بېرته لېږل سوي افغانان د دې پر ځای چي په خپل هيواد کي پاته سي، کوښښ کوي چي په خطرناکو لارو د اروپا پر لور حرکت وکړي. په ۲۰۱۵ کال ۱۵۰ زرو افغانانو په جرمني کي د پناه غوښتنه وکړه.