1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي په افغانستان کي 36000 طالبان وي

۱۳۸۸ بهمن ۳۰, جمعه

نړیوال سوله ساتونکی ځواکونه غواړي چي دافغانستان دحکومت دهغه پروګرامه څخه په کلکه ملا تړ وکړي چي غواړي طالبان له جګړو څخه دسولي په لور را وهڅوي

https://p.dw.com/p/M5bO
انځور: AP

دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونوISAF ددي اټکل کوي چي په افغانستان کی دجنګياليو مخالفینو شمير له 25000 نه نیولي تر 36000 پوري ورسیږي . او دقوماندانانو شمير د 900 به شاوخواو کي اټکل کیږی . په ISAF کي دافغانستان په ټولنه کي دطالبانو دبيرته ورګډولودڅانګي مشر جنرال ريچارد بارونز د Neuen Osnabrücker Zeitung په نامه آلماني ژبۍ ورځپاڼۍ سره نن په یوه مرکه کي وايي چی دافغانستان دحکومت دغه پلان که چيری عملی کړای شی ، نو په افغانستان کي به دسولی او ثبات دټينګشت دپاره يوه ډیره اغيزمنه وسيله وي . نوموړی جنرال وايي چي په افغانستان کي دتندلارو مسلمانانو له دريځه څخه يواځي په سلو کی لس وګړی ملاتړ کوي . او ددغه هیواد وګړي او س دجګړو او لانجو څخه سخت ستړي شوي دي .

خو نوموړی جنرال پخپله مرکه کي دا هم وايي چي په تيرو کلونو کي هم دغه راز پروګرامونه طرحه شوي خو کومه نتيجه تري لاس ته نده راغلي . پخواني پروګرامونه په دی متکي و چي له خلکو څخه به سلاوي راغونډيدل یا دافرادو سره به مرستي کیدلي چي دغه راز اقدامات به يا په سمه توګه نه عملي کيدل يا به تري ناړوي ګټي پورته کيدلي .

نو « که چيري دغه راز اقدامات په دی ډول سره عملی کړاي شي چي په ژميٍ کی به طالبان به اصطلا ټولنۍ ته راځی او به اوړی کي به بيا خپل توبک اخلی او طالب کیږي ، نو دا به کوم ګټور کار نه وي » بلکي څنګه چي د ISAF جنرال وايي به ټولنه کي دطالبانو دورګډولو دغه نوی پروګرام بايد به بنیادی ډول سره بل خيل ته وي .او په اصطلا دیوه کلي ځامن دي بيرته خپل کلي ته راشي . نن ورځ دطالبان جنګيالي دخپلو کليو او باندو څخه په اصطلا په شلهاو ميله لری ژوند کوي دوی ته بايد دا شانس برابر کړاي شی چي دويٍ بيرته خپلو کلیو او باندو ته را ستانه شي . او له دوي سره بايد داسي یو ژمنه وشي چي که چيري دوي بيرته خپل ټاټوبو ته راځي نو له هغوي سره به نه بهرني ځواکونه اونه دافغاسنتان امنيتي ځواکونه کوم جنجال يا سر خوږني رامنځ ته کوي . دوي ته کار او بار او دعادي ژوند امکانات برابريږي .