1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايی پاکستان ته يو ځل بيا ملياردونه ډالر ورکړ شی

۱۳۸۸ فروردین ۲۶, چهارشنبه

ښايي د پاکستان ملگري او مرستندويه هېوادونه په دې اونۍ کې هغه هېواد ته د 4 ملياردو امريکايي ډالرو مرسته ومني، خو پر پاکستان باندې به دا زور هم اچوي، چې د ورځ په ورځ پياوړي کېدونکو اسلامستانو پر ضد بيړني گامونه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/HXco
انځور: AP

د جمعې د ورځې په سهار په توکيو کې جوړېدنوکې د پاکستان د ملگرو هېوادونو غونډه به په خپله دې مرسته سره نوموړي هېواد ته دا توان وربخښي، چې د ياغيانو په وړاندې خپله منځ مهاله ستراتيژي عملي او هم خپل ويجاړ اقتصاد بېرته پر پښو ودروي.

د جمعې د ورځې له غرمې نه وروسته بيا د پاکستان ملگري يعنی د امريکې متحده ايالتونه، جاپان، چين او سعودي عربستان له نورو مرسته کوونکو هېوادنو سره گوري، تر څو د دوو راتلونکو کالونو د پاره ورڅخه پاکستان ته د مرستو ژمنې تر لاسه کړي.

دا چي له پاکستان سره دسمدستی اقتصادی مرستو په خاطرددغه هیوادونو استازی سره راغونډیږی، ښه کار دی خو په دغه هیواد کي يو لړ نوری پيښی بیا د انديښنې وړ هم دی. دغه خبره د سه شنبي په ورځ امریکايي سناتور جان کرې په اسلام آباد کی د خبريالانو په وړاندی کړيده. سناتور جان کري چی له پاکستان سره دپرمختیايی مرستو د زیاتيدو پلوي دی وايی چی بايد دغه مرستي بايد هدف منی او اغیزه منی مرستی.

ځکه چی پاکستان په جنوبي آسياکی د امریکي د متحده ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما په هغه ستراتيژی پلان کی چي په افغانستان کي يي د سولي او ثبات لپاره عملي کول غواړی يو مرکزی نقش لوبوی.

طالبان او نور کوم تندلاري اسلامي ډلې چي په افغانستان کی عملیات کوی د دوي مورچلونه دپاکستان په خود مختارو قبايلې سیمو کی دی . او ترچو چی دغه مورچلونه وي په افغانستان کی به دسولي او ثبات راتلل ګران کار وی.

له بله پلوه تيرکال په پاکستان کی له یوۍ خوا دزورزیاتيو دلمن دپراخيدلو او له بله پلوه دسون اود خوراکی مواد دبيو دجګیدلو له امله ددغه هيواد اقتصادی وضع سخت ويجاړ شوی و او ددغه هيواد دتادیاتو دتلي انډول دومره خرابه و چی که چيری دتيرکال دنومبر په مياشت کي نړيوال وجهی صندوق له خوا دغه هیواد ته ددو کالوپاره د 7.6 ملیاردو ډالرو په اندازه پور نه وای ورکړ شوی نو دغه هیواد به له افلاسه سره مخامخ واي.

په پاکستان کی دپيسو د ارزښت د رالویدلو کچه په سلو کی د 25 څخه هم زيات دی او ددغه هیواد د بهرنيو پورونو کچه د تير کال د نومبر دمياشتي راهيسی د 6 ملیاردو ډالرو څخه 11.17 ملیاردو ته زیات شوی دي. پا کستان په روان وخت کی 160 ملیونه وګړی لري چی دريمه برخه يی په فقر او بیوزلی کی ژوند تيروی.

ضيا فضلی

کتونکی: يحيی وردک