1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښوونځيو ته د نجونو د تگ محروميت نسل پر نسل تکراريږي

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۱۶, پنجشنبه

ښوونځيو ته د نجونو د تگ محروميت اوس ډېر عادي سوی دئ. دولتي چارواکي هم يوازي په دې اړه اندېښنه ښيي، خو د دې محروميت د مخنيو له پاره اقدام نه کيږي.

https://p.dw.com/p/1EW07
انځور: DW/R. Elham

دغه محروميت د افغانستان په بېلو بېلو سیمو کي توپير لري. په يو شمېر ولايتونو کي ښوونځيو ته د نجونو د تگ په برخه کي لږ محروميتونه سته، خو په يو شمېر نور کي بيا بې حده ډېر دي.

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت د معلوماتو له مخي، ډيري نجوني تر اووم او اتمو ټولگيو پوري ښوونځي ته ځي او هغه مهال چي بلوغ ته ورسيږي، کورنۍ ئې نور ښوونځي ته نه پريږدي.

د دغه وزارت وياند کبير حقمل وايي، چي اوس تر يو ميليون ډېر کوچنيان له زده کړو بې برخي دي چي ډيری ئې نجوني دي: «له بده مرغه زموږ نزدې ۱،۳ ميليونه کوچنيان له ښوونځي محروم دي. په ټولنه کي چي په دغه اندازه کوچنيان له ښوونځي پاته وي، دا خپله د بې سوادۍ دوام ښيي.»

څو خنډونه

ښوونځيو ته د نجوني د نه تگ يو دليل ناامني ده. خو په دې برخه کي بيا سنتي او ټولنيز دودونه تر ناامنۍ پياوړي دي. ځکه چي ښوونځيو ته د ځوانو نجونو تگ «شرم» گڼل کيږي. ډيري کورنۍ هم د دغو منفي دودونو تر اغېزې لاندي دي او ښوونځيو ته خپلي نجوني نه پريږدي.

د ښووني او روزني وزارت چارواکي وايي، چي هغو ښوونکو ته به ډېر معاشونه ورکړي چي په ليرو او بې امنو سيمو کي درس ورکوي. خو د دغه وزارت وياند وايي چي د ښځينه ښوونکو په برخه کي ستونزه به ژر حل نه سي: «گومارنه يوه ستونزه ده خو د ښوونکي سته والی بيا بله ربړه ده. په داسي سيمه کي چي د سواد کچه صفر وي، هلته به نو يوه باسواده ښځه څرنگه پيدا سي؟»

د ښوونځي پر ځای مسجد

د افغانستان د ښوونځي او روزني وزارت اوس داسي پلان لري، چي نجوني د ښوونځيو پر ځای په مسجدونو کي درس ووايي. د دوی په نظر دغه شان يوه طرحه به هغه حساسيتونه چي ښوونځي ته د نجونو د تگ په برخه کي سته لږ سي.

د دغه وزارت وياند حقمل وايي: «که ښوونځي ته د ښوونځي په شان اجازه نه ورکوي، موږ علماوو ته ويلي دي چي په مسجدونو کي ئې مصرفونه ورکوو. موږ تر لس زره زيات کليوالي ټولگۍ لرو، چي ټول امکانات به ورته برابر کړو.»

حقمل وايي چي د دغو کليوالي ټولگيو فعاله کول هم ستونزمن کار دئ، ځکه چي هلته ملايان او يا د اووم او اتم ټولگيو فارغان درس ورکوي، چي په هيڅ ډول د مکتب د تدريس له معيار سره برابر نه دي.

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت له امنيتي وزارتونو څخه غوښتي دي چي د کليو د امنيت ساتلو له پاره خپل تلاښونه گړندي کړي، که نه نو اوسنۍ بې امنۍ به ښوونځيو ته د کوچنيانو د تگ محروميت نور هم زيات کړي.