1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځي او د ډيجيټلايزېشن ننګونې؟

۱۳۹۵ اسفند ۱۴, شنبه

د مغزي سکتې د ناروغانو له پاره په کورتۍ کې د امبولانس د راغوښتلو آله، د حامله ښځو له پاره د موبايل يو پروګرام او نور ورته د معلوماتي ټکنالوژۍ سهولتونه هم وجود لري. خو هغوی د ښځو سره څه تړاو لري؟ په دغه مطلب کي يې ولولئ:

https://p.dw.com/p/2Yde6
Deutschland Köln Computerspiele Messe Gamescom 2016 Women in Tech
انځور: DW/Z. Abbany

د مغزي سکتې د ناروغانو له پاره په کورتۍ کې د امبولانس د راغوښتلو آله، په هند کې د حامله ښځو له پاره د موبايل يو پروګرام او نورې ورته داسې د معلوماتي ټکنالوژۍ سهولتونه هم وجود لري.

ښځې د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې ډېرې کمې ليدل کيږي سره له دې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهانو ته ډېره زياته اړتيا موجوده ده. په تېره آلمان په دې برخه کې ډېر وروسته پاته دی. دغه خبره مېرمن ګېشه يوست کوي چې په عين وخت کې د طبيعي علومو او تخنيکي مضامينو په برخه کې د ښځو لږې ونډې ته هم اشاره کوي.

تخنیکي مضامين

مېرمن يوست له دويچه ويله سره په خبرو کې دا هم ويلي دي چې په نورو هېوادونو کې ښځې له دغسې تخنيکي مضامينو سره زياته علاقه لري. هغه وايي: «په تېره بيا له هند څخه ډېرې انجينرانې راځي چې ډېرې ښې روزل شوې دي. د هغوی د کاري ژوند تصورات هم بل ډول وي او هغوی غواړي چې رښتيا يو شي ته تغيير ورکړي.»

د يوست په خبره د چين او د ختيځې اروپا له هېوادونو څخه راغلې کارپوهانې هم ډېرې پياوړې دي: «له هغه ځايه څخه ډېرې ښې همکارانې او ښه همکاران راځي چې ښه روزنه يې ليدلې او کوم چې د نارینه و او ښځو د نقش په هکله ښه تصورات لري. هغوی وايي چې د انجينرې په صفت به ځان مخکښه کړم. دا ډېر ښه کار دی او رښتيا هم ده، ځکه چې هغه ښځې چې په ټکنالوژۍ کې پوهه لري، ډېر ښه چانسونه هم لري.»

د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې مخکښۍ ته ستېفانې شيرلي هم رسېدلې ده څوک چې د کمپيوټري پروګرامونو په جوړولو سره ميليونره ګرځېدلې ده. هغه پنځه کلنه وه کله چې هغه په ۱۹۳۹ م کال کې د کډوالې يهودې ماشومې په توګه انګلستان ته ولاړه. هغې په ۱۹۶۲ کال کې خپل شرکت جوړ کړ. دا هغه وخت و چې د کمپیوټري پروګرامونو صنعت لا په ابتدايي پړاو کې قرار درلود.

محدوديتونه

هغې خپل شرکت ځکه تاسيس کړ ځکه چې د ښځې په توګه يې هغه وخت نه شوای کولای چې په خپل پخواني مسلک کې پرمختګ وکړي:«په هغه وخت کې ښځو حق نه لاره چې د اسهامو په بازار يا د بس د چلونکې په توګه کار وکړي. ما حتی حق نه لاره چې د خپل مېړه د اجازې پرته د شرکت له پاره يو بانکي حساب پرانيزم.»

په اول سر کې نورو شرکتونو د هغې د شرکت له خوا عرضه شويو خدماتو ته جواب لا نه وايه. تر هغه پورې چې د هغې مېړه، دېرېک، ورته وړانديز وکړ چې تجارتي مکتوبات دې د ستېفاني پر ځای د «ستيف» په نوم امضا کړي: «په دې سره راته دروازه خلاصه شوه او خلکو ته مې لاس ورغځولی وو، مخکې له دې چې څوک پوه شي چې ستيف اصلا يوه ښځه ده.»

د کلونو په ترڅ کې د ستېفاني شيرلي د «فريلانسر پروګرامرس» په نوم کمپنۍ د بريتانيې يو تر ټولو بريالی شرکت جوړ شو. شيرلي په شرکت کې يو بې ساری اقدام پيل کړ. د هغې کارکوونکو به، ټولو له خپل کور څخه د حق الزحمې په بدل کې کار کاوه.

هغو ښځو چې د شېرلي په شرکت کې يې کاوه، د کار په بازار کې نور ډېر چانسونه نه درلودل. ځکه چې د اول ماشوم تر زېږولو وروسته هغه مجبورې وې چې په کور کې پاته شي. د اتيايمو کلونو په نيمايي کې د شېرلي شرکت تقريبا ۱۰۰۰ کارکوونکي درلودل. ۸۳ کلنې ستيفانې شېرلي نه يوازې دا چې ښځو ته يې د ټکنالوژۍ په مخکښه ډګر کې د کار زمينه برابره کړه، بلکې د خدمتونو په بدل کې يې د بريتانيا يو مهم مډال او د لېډي لقب هم تر لاسه کړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.02.2017):