1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

ښځینه ملا امامه: د قتل له ګواښونو نه ډاریږم

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د هند په سویلي ایالت کیرالا، کې د لومړي ځل له پاره یوې مسلمانې ښځې د جمعې د لمانځه امامت پیل کړ. په عموم کې د اسلامي روایاتو له مخې په مسجدونو کې د جمعې خطبه او جمعه ورکول د نارینه له خوا تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/2rnps
Indien Erste weibliche Imanin Jamida in Kerala
انځور: privat

د مسجد ۳۴ کلنه ملا امامه جامده، د کیراله ایالت د شمالي ولسوالي کولم اوسیدونکي ده. د دغې سیمې اویا سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي. جامده د «قران سنت سوسایټي» په نوم د مسلمانانو د یوه سازمان عمومي منشې ده. په دغه کوچني کلې کې هغه د نوموړې ټولنې په مسجد کې جمع ورکوي.

تر دې دمخه په همدغه مسجد کې د نوموړي سازمان یوه بل غړي مولوي عبدالعزیز، امامت کاوه. داسې اټکل کیږي چې هغه د هند داسې لومړنۍ ښځه ده چې د جمعې د لمانځ تر مخه یې خطبه وویله او بیا یې جمع ورکړه. د سیمې یو شمیر نارینه وو او ښځو د هغې تر امامت لاندې لمونځ وکړ.

دا چې په سیمه کې د مختلفو مذهبي فرقو سره تړاو درلودونکي جلا جلا مسجدونه لري او پر یو او بل کوم کار نه لري نو په لومړي سر کې چا پر دې خبره اعتراض و نه کړ. خو کله چې دغه خبر خپور شو نو په ټولنیزو رسنیو کې د هغې پر ضد سختې نیوکې وشوې. جامدې د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خپلو خبرو کې وویل: «په ونډور کې اکثریت تحصیل لرونکي خلک دي او خلک آزاد فکر لري، نو له دې کبله په ځایي کچه ورته کومه ستونزه نه شته. خو د ټولنیزو رسنیو له لوري راته بیل بیل ډول ګواښونه کیږي.»

هغې زیاته کړه: «اسلامي ټولنه د هغه مذهبي علماوو تر لاس لاندې کار کوي، چې د مترقي پالونکي فکر مخالف دي. هغوی د هر ډول بدلون پر ضد دي. قران د حکمونو د جاري کولو پر وخت کله هم د سړو او ښځو تر منځ توپیر نه دی کړی، کله یې د مسلمان په لقب مخاطب کړي او کله د ایمان لرونکي په توګه. خو اوس له اسلامه داسې یو مذهب جوړ شوی چې پکښې ښځې تر فشار لاندې نیول کیږي او زه په امامت سره دغه ډول تاثیرات او دودونه ماتول غواړم.»

Indien Erste weibliche Imanin Jamida in Kerala
جامده، له بیلا بیلو خبرو چینلونو سره مرکې کړي ديانځور: privat

جامدې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې بیلابیل ګواښونه ورته کیږي، خو په خبره یې له ګواښونو څخه ډار نه لري او دې کار ته به ادامه ورکړي. د تیرې جمعې ورځې راهیسې ځایي رسنۍ د هغې ډیره یادونه کوي او تر اوسه یې له څو تلویزوني چینلونو سره مرکې کړي دي.

د «قرآن سنت سوسايټي» یا ټولنه وایي چې نه شي کیدای یوازې نارینه د اسلام مالک شي بلکې ښځې هم په دې برخه کې له مساوي حقوقو برخمنې دي. د دغې ټولنې یو مشر ام اس رشید وایي: «موږ په دې هکله شپږ میاشتې مخکې هر اړخیز بحثونه پیل کړي وو. په دې برخه کې خلکو بیلابیل نظرونه درلودل. زموږ د بحثونو محراق یوازې قرآن وو او په دې ډول موږ ټول راضي کړل. توجه باید د کومې فرقې فکر نه وي، بلکې پر دې خبره وي چې قرآن څه وایي او په قرآن کې هیڅ ځای ښځه د جمعې د لمانځه له امامته نه ده منع کړای شوې.»

د هند سویلي ایالت کیرالا د دغه هیواد په هغو ایالتونو کې شمیرل کیږي چې پکښې د سواد لرونکو کسانو کچه لوړه ده. په دغه ایالت کې ۲۵ سلنه مسلمانان ژوند کوي. د نورو ایالتونو په پرتله په دغه ایالت کې له مالي لحاظه هم مسلمانان په ښه وضعیت کې قرار لري او ډیر شمیر یې په سیمه ایز سازمانونو کښې فعاله دي.

په دې هکله د یوه سني تنظیم مخکښ مشر نظر فیضي، وایي چې دا یوه ډیره نادره پیښه ده، چې په هکله یې چوپتیا غوره کول بهتره ده. مذهب په هیڅ ډول د دې ملاتړ نه کوي. د ټولنې مشران او پوهان باید دغه ډول پیښې له پامه وغورځوي. «موږ د دغه ډول اقدام په هکله خبرې کول هم نه غواړو.»

جامده د ښځو د حقوقو لکه په یوه وخت کې د یوه کس له خوا خپلې ښځې ته د درې طلاقونو ورکولو د موضوع په هکله هم تر مخه غږ پورته کړی دی. هغه وایي چې دغه سفر یې هم آسانه نه وو. څو کاله تر مخه چې هغه د کیرالا ایالت په مرکز تراوننتپورم کې اوسیده، نو د خپل دغه ډول نظریاتو له کبله ځینو مسلمانو ډلو هم هغې ته د مرګ ګواښونه کړي وو. په ۲۰۱۶م کال کې له همدې کبله هغه اړه شوه چې دغه ښار پریږدي. له هغې وروسته د قرآن سنت ټولنې هغې ته بلنه ورکړه او له هغې راهیسې د نوموړې ټولنې له پاره کار کوي.

صلاح الدین زین، نوی ډهلی

زموږ له آرشیف څخه: