1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او اسلام آباد د سرحدي کنترول مهم تړون لاسليک کړی

۱۳۸۹ آذر ۱۴, یکشنبه

په کابل کي د پاکستان او افغانستان عالي رتبه امنيتي چارواکو څو مهم امنيتي تړونونه لاسليک کړي چي له مخه به يې د دواړو ملکونو په ګډه لانجمنه پوله کي امنيت ټينګيږي.

https://p.dw.com/p/QQ5K
يوسف رضا ګيلاني په کابل کي د ولسمشر حامد کرزی سره د کتلو پر مهال
يوسف رضا ګيلاني په کابل کي د ولسمشر حامد کرزی سره د کتلو پر مهالانځور: AP

د دغو دوو ګاونډيو تر منځ څه نا څه ۲۴۰۰ کيلومتره ګډه پوله پرته ده چي کابل او اسلام آباد يې دواړه د اورپکو د تګ را تګ او ميشت کيدو ځاله بولي.

له تنګي واغجير څخه پيل تر دهنه ذوالقار پوري د دغي نا امني پولي د خوندي توب لپاره تيره شپه په کابل کي د افغانستان او پاکستان د کورنيو چارو وزيرانو تر منځ مهم امنيتي تړون لاسليک سو.

اوس به د دواړو ملکونو پوله ساتي سرتيري يو له بل سره استخباراتي معلومات شريکوي او همدا راز به د ترهګرو د تګ را تګ او ميشتيدو ځالي په نښه کوي.

افغان وزير بسم الله محمدي وويل چي د دغي پولي په خوندي کولو سره به د پولو دواړو غاړو ته امن راسي.

د محمدي په وينا، له خپل پاکستاني هم غاړي رحمان ملک سره يې د مخدره توکو د کاروباريانو د ځپلو په برخه کي هم په ګډو عملياتو هوکړه کړي.

د مخدره توکو قاچاق وړونکي هم تر ډيره ځايه د پاکستان او افغانستان ګډه پوله کاروي او ويل کيږي چي له دغه مدرکه ډيري تر لاسه سوي پيسي هغو کړيو ته ورځي چي په سيمه کي نا امنۍ ته لمن وهي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وويل: « موږ له پاکستاني وزير ملک سره ښي خبري لرلې، د سرحدي کنټرول څخه نيولي، د مخدره توکو تر قاچاق، د استخباراتي معلوماتو تر شريکولو او همدا راز پر نورو ګډو ټولو امنيتي مسايلو مو خبري وکړې، د افغانستان او پاکستان امنيت سره تړلی.»

کابل او اسلام آباد په تيرو څو کلونو کي څو څو ځله يو پر بل د ترهګرو د پاللو تور لګولی.

تيره اونۍ د پاکستان د پټ څاري اداري پخواني مشر جنرال حميد ګل افغانستان تورن کړ چي د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لاډن يې له دوی سره په غرنيو پولو کي پټ سوی دی. خو کابل دغه ادعا بې بنسټه بولي.

د ډيورنډ د کرښي دواړه غاړي چي کنټرول يي اسانه کار نه بريښي له تيري يوي لسيزي را پدي خوا د طالبانو د بيلا بيلو فرقو د ميشتيدو بستر بلل کيږي.

له تاجک او ازبک جنګيالو پيل بيا د عربي ملکونو او حتي اروپايي يو شمير هيوادونو تر اورپکو پوري همدلته له سيمه يزو طالبانو سره همکاره دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د هغه پوښتني په جواب کي چي ولي په خپله پوله کي د ترهګرو ميشت ځايونه نه ړنګي وويل چي د ډيورنډ د کرښي ها غاړي ته جګړه روانه ده او اسلام آباد هڅه کوي چي له اورپکو ځان خلاص کړي.

ملک پر نړيوالي ټولني ږغ وکړی چي اوس د کابل او اسلام آباد لاس نيوی وکړي او په خپلو ډيرو مرستو يې په دغه برخه کي ملاتړي سي.

ملک وويل «کله چي زه دوه کاله مخکي افغانستان ته راغلی وم هغه مهال هم داسي خبري کيدې چي ګواکي پاکستان له ترهګرو سره له زړه نه جنګيږي، هسي خبره نده، موږ له ترهګرو سره په جګړه کي ښکيل يو، ګڼ شمېر سرتيري مو په دغه جګړه کي له لاسه ورکړي او لا هم پر خپله هغه ژمنه ولاړ يو چي اورپکي به ځپو».

د پاکستان يو لوړ پوړي پلاوي چي مشري يې د هغه ملک لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني کوي د شنبې د ورځي راهيسي په کابل کي دي.

ويل کيږي چي د کورنيو چارو پر وزير سربيره د پاکستان لومړي وزير تيره ورځ له ولسمشر کرزي سره تر ليدو کتو وروسته د سولي د جرګې له مشر برهان الدين رباني سره هم کتلي دي.

دغه پلاوي به نن هم په کابل کي وي او له بيلا بيلو افغان واکدارو سره به خپلو ليدو کتو ته ادامه ورکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل