1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کابل ته د امريکا د دفاع وزير رسېدل او پر هوايي ډگر بريد

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

چارواکو ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ تر هغه وروسته چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جمیز متیس کابل ته ورسید، د دې ښار هوایي ډګر ته نزدې څلور توغندي هم ولګیدل.

https://p.dw.com/p/2kmI7
Afghanistan Kabul Anschlag Flughafen Taliban
انځور: Reuters

دغه توغندي د هوايي ډګر پوځي برخې ته نزدې لګیدلي دي، خو له کبله یې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي دي چې لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

پولیس اوسه په دې لټه کې دي چې د توغندیو د توغیدو سیمه وموندي. دانش روښانه کړې ده چې د پیښې له کبله د کابل له هوايي ډګر څخه کومه الوتکنه نه ده لغوه شوې.

توغندې افغانستان ته د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، او د ناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبرگ تر رسیدو یوازې څو ساعته وروسته په دې سیمه کې لګیدلي دي.

تر هغه وروسته چې د دونالد ترمپ د افغانستان د جګړې د پر مخ وړلو او دې هیواد ته د اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه، جیمز متیس لومړي لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.