1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د میلیاردو ډالرو مرستي کنترول سپارل کيږي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

افغانستان او ملگري ملتونه یوې داسي موافقې ته سره رسیدلي دي چې کابل ته د څو ميلياردو ډالرو مرستو کنترول وروسپاري. دغه پيسې به د پولیسو د روزلو او افسرانو ته د معاشونو د ورکولو په موخه مصرفیږي.

https://p.dw.com/p/1Fpxe
انځور: AP

د ملگرو ملتونو پراختیايي پروگرام یا UNDP د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې تړون به د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې د مرستي د دغه کنترول انتقال ممکن کړي او د سه شنبې په ورځ به د دواړو اړخونو له خوا لاسلیک شي.

افغان حکومت او ملګري ملتونه تر څو میاشتو خبرو اترو وروسته چې څرنگه په بیړه د دغي مرستې کنترول افغانستان ته ورکړل شي، يوې موافقې ته رسیدلي دي.

د افغانستان د امنیتي ځواک روزنه او تمویل په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته یوه ډیره لویه او جنجالي پروژه وه چې د افغانستان نړیوالو شريکانو پيل کړه.

د دې له پاره چې کابل وکولای شي بې له بهرني ځواک په يوازي سر امنیتي چارو ته اوږه ورکړي، د یوه پیاوړي او روزل شوي ځواک شتون ډیر اړین بلل کیږي.

افغان ولسمشر تیر کال غوښتنه وکړه چې په شپږو میاشتو کې دي د دغو پیسو کنترول افغانانو ته وسپارل شي. د دې غوښتني تر مطرح کیدو وروسته د پروژې په اړه تاوده بحثونه راپورته شول چې له کبله یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي مرستو ادارې مشر د خپلې دندې پرېښودو ته اړ شو.

د مرستو دغه بسته «د افغانستان د قانون او نظم صندوق» نومیږي چې له ۲۰۰۲م کال راهیسي یې له مرستندویه هیوادونو څخه ۳.۶ میلیارده ډالره ترلاسه کړي دي څو د افغان پولیسو معاشونه او نور لګښتونه تمویل کړي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي مرستو ادارې له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «نوې پروژه د څو اوونیو سخت ګډ کار پایله ده. موږ د حکومت د هغي پریکړي هرکلی کوو چې غواړي له پرمختیايي ادارې سره کار ته دوام ورکړي.»

د جوړ شوي پلان له مخې باید افغان حکومت په هرو شپږو میاشتو کې ځیني شرایط پوره کړي، څو وکولای شي په اتلسو میاشتو کې د مرستي بستې کنترول ترلاسه کړي.

تر دې دمخه د جون میاشتي ۳۰مه نیټه کابل ته د مرستو د دغي بستې د انتقال د یوه پلان د جوړولو له پاره ضرب الاجل ټاکل شوی وو.

یو شمیر مرستندویه هیوادونو اندېښنه لرله چې کیدای شي کابل او ملګري ملتونه یوې موافقې ته سره نه ورسیږي او په دې ترتیب سره د پولیسو د تمویل په بهیر کې ستونزي رامنځ ته شي.