1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته نږدې د باروړونکې الوتکې لویدل

۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبه

دغه الوتکه د بگرام له هوایی ډگر نه کابل ته روانه وه چی په سیمیز وخت ماښام مهال د پلازمینې د هوایی ډگر په تقریبآ 25 کیلو مترۍ کی په ځمکه ولویده

https://p.dw.com/p/Pd9F
انځور: AP

د کابل د هوایې ډګر مشر محمد یعقوب آلمان غږ راډیو ته وویل چې الوتکه تېر ماښاما ناوخته د بګرام له هوايي ډګر څخه د کابل په لور را روانه وه او د څه باندې نيمې لارې له وهلو وروسته د کابل هوايي ډګر څخه نږدې پینځلس کيلومتره ختيځ لوري ته ولویده.

په دغه پیښه کې اته کسان واړه مړه شوي چې یو یې هندی، یو یې د کینیا تبعه او اته نور یې د فلیپینیان ول.

په لومړي سر کې ویل شوي وو چې دغه الوتکه د ناټو اړوند وه خو وروسته روښانه شوه چې دغه الوتکه د نیشنل ایر کارګرو شرکت وه او په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کول.

د ترانسپورت وزارت ویاند ننګیالی قلات وال وایې چې د الوتکې د لوېدلو پر مهال هوا ښه و خو الوتکې د مرغلرې له غونډۍ سره ټکر کړی چې تر دې مهاله يې لامل نه دی څرګند شوی.

دا مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو ژغورندويې ډلې د جسدنو پر موندلو او دپېښې په تړاو په نورو پلټنو بوخت دي.

د بګرام او کابل تر منځ په هوایې لاره په تیر مې میاشت کې هم یوه بله مسافر وړونکي الوتکه لومړۍ د رادار له پردې څخه ترۍ تم شوه او وروسته را ولویده .

دغه الوتکه د پامیر خصوصي شرکت اړوند وه چې په هغه پیښه کې 44 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

که څه هم تر اوسه په دقیقه توګه نده معلومه چې د نشنل ایر کارګو د دغې الوتکې د لویدو لامل څه دی خو په دې ورستیو کې داسي رپوټونه سته چې دولت ضد مخالفینو الوتکه ویشتونکې وسلې تر لاسه کړي دي.

دغه پیښه څو ساعته وروسته تر هغه رامنځ ته کیږي چې په ختیځ کنړ ولایت کې د ناټو یوه چورلکه د مخالفینو په یوه برید کې وچاودیده.

ناټو ویلي چې په هغه پیښه کې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا لس نور ژوبل دي چې په وژل شویو کې یو افغان ژباړن او ژوبل ټول کسان بهرني سرتیري دي.

ناټو منلې چې په کنړ کې یې چورلکه دولت ضد وسله والو په ارپي جې توغندي ویشتلي ده خو دا چې کابل ته نږدې د بار وړونکي الوتکې د لویدو لامل څه دی دا به د ناټو او افغان دولت له لوري د پیل شویو څیړنو وروسته روښانه شي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم