1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: جگړه د ۴۷ تنو په وژلو پای ته ورسېده

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

افغان چارواکي وايي، چي اوس په بشپړه توگه پرکابل باندي کنترول لري او ټول هغه جنگيالي وژل سوي دي، چي د کابل په دوو بېلابېلو سيمو کښي ئې د يکشنبې له ورځي راهيسي مقاومت کاوه.

https://p.dw.com/p/14eRL
انځور: AP

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي، چي دا چي په دې جگړو کي څومره جنگياليو برخه اخيسې وه معلومه نه ده:

«موږ اوس يوازي دومره ويلای سو، چي د افغانستان پارلمان ودانۍ ته څيرمه او د کابل په ديپلوماتيکه سیمه کي کنترول د افغان پوليسو په لاس کي دئ، او ټول ترهگر وژل سوي دي.»

خو په کابل کي د جنايي تحقيقاتو رئيس محمد ظاهر ويلي دي، چي په دغو بريدونو کي ۸ تنه امنيتي سرتيري او ۴۴ تنه نور وژل سوي دي، او دغه راز ۴ تنه ملکي وگړي ټپيان سوي دي.

د کابل په جگړه کي د ناټو يو سرتيری
د کابل په جگړه کي د ناټو يو سرتيریانځور: Reuters

د يکشنبې په ورځ د کابل په درو بېلابېلو سیمو کي پر یوه وخت وسله وال بريدونه او چاودني پيل سوې، چي يوبريد د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ، بل د کابل په وزيراکبرخان مېنه يا ديپلوماتيکه سيمه کي چي د نن دوشنبې(۲۰۱۲کال د اپريل ۱۶) سهار وختي پوري ئې دوام وکړ.

طالبانو تيره ورځ رسنيو ته په لېږل سوو پيغامونو کي ويلي ول، چي بريدونه ددوی له خوا پلان سوي او دا چي دا ئې د پسرلنيو عملياتو پيل دئ.

ويل کيږي، چي د کابل د بريدونو د شنډولو له پاره يوازي افغان ځواکونو عمليات وکړل. خو په کابل کي د ناټو وياند ويلي دي، چي دوی د افغان ځواکونو په غوښتني سره د هغوی هوايي ملاتړ وکړی.

د کابل بريدونو يو وار بيا هغه انديښنې را پورته کړي دي، چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره افغان ځواکونه ددې جوگه نه دي چي د هيواد امنيتي مسئوليت په يوازي سر پرغاړه واخلي.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين ويلي دي:«زه په دې افتخار کوم چي ډير ژر افغان امنيتي ځواک د بريدونو ځواب ووايه.»

خو اوس پوښته داده چي د کابل له (فولادي کلا) څخه دغه جنگيالي له وسلو او مهماتو سره څنگه تير او په دې وتوانېدل چي ددغه ښار ديپلوماتيکي سيمي ته ځانونه ورسوي؟

د افغانستان د چارو کارپوه Matine Gijlert وايي چي د په يوه وخت کي دداسي بريدونو تر سره کول په کابل کي د اطلاعاتو کمزوري ښيي. خو هغه وويل:«په داسي يو ښار کي له کابل چي گڼه گوڼه ډيره ده د داسي بريدونو مخنيوی هم سخت کار دئ.»

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر ويلي دي:«دې بريدونو ته د افغان امنيتي ځواکونو جواب د هغوی د پرمختگ توانمندي وښووله.»

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن په کابل کي د امريکا سفارت له خوا افغان ولسمشر حامد کرزي ته په يوه پيغام کي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا دغه«بزدلانه» بريدونو ته سخت جواب ورکول تقدير سوي دي.

په دغه ورځ له کابل څخه د باندي، په لوگر، جلال اباد او کرديز کي هم د کابل بريدونوته ورته وسله وال بريدونه تر سره سول، چي مرگ ژوبله ئې هم له ځان سره لرله.

د کارپوهانو په اند که څه هم چي په کابل کي د يکشنبې د ورځي په پيښه کي د قربانيانو شمېر لږ دئ، خو بريدونه په تيره يوه لسيزه کي تر ټولو سخت او همږغي ول.

فرانس پريس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سید ریاض