1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د بهرنيانو پر مېلمستون بريد تر سره سو

احمدولي اڅکزی / آژانس۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

د کابل د پوليسو په وينا درو ځانمرګو بريد کوونکو د شنبې په مازيګر د کابل په کارته ۳ کي د بهرنيانو پر يو مېلمستون وسله وال بريد وکړ. د مرګ ژوبلي په هکله لا معلومات نه دي ورکول سوي.(آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1Dx39
انځور: Reuters/O. Sobhani

د پوليسو وياند هشمت ستانکزي د دې پخلی کړی دی چي د کابل په کارته ۳ کي د پر يو مېلمستون وسله وال بريد تر سره سوی دی. خو نوموړي د نورو جزياتو د ورکولو څخه ډه ډه کړې ده.

طالبانو په يوه اعلاميه کي د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چي دوی » د عيسويت د خپرولو پر يو مخفي مرکز» بريد کړی دی.

د راپورونو له مخي د بريد د پېل څخه لږ وروسته دغه سيمه د افغان استخباراتي او امنيتي کسانو لخوا محاصره کړل سوه. د کابل په ختيځ کي په پرته دغه سيمه کي د افغانستان د پارلمان ودانۍ هم پرته ده.

د تيرو دوو اونيو راهيسي د افغانستان د پلازمېني تر څنګ په ولايتونو کي هم د وسله والو طالبانو بريدونه زيات سوي دي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي ول چي د طالبانو د بريدونو څخه صرف ۳ فيصده بريالي کيږي.