1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د ستراتيژيکو هکاريو مسوده چمتو سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه

افغان چارواکي وايي، چي له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو مسوده ئې تر اوږده ځنډ وروسته د دواړو هيوادونو ولسمشرانو ته د لاسليک له پاره تياره کړې ده.

https://p.dw.com/p/14jHD
انځور: AP

د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپره سوې اعلاميه کي چي يوه کاپي ئې دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته هم را رسېدلې ده راغلي دي، چي په هغه مراسمو کي چي نن د يکشنبې ورځ(۲۰۱۲ کال د اپريل ۲۲) د ملي امنيت په شورا کي جوړ سوي ول، د ستراتيژيکو همکاريو مسوده د افغانستان د ملي امنيت مشاور ډاکټر رنگین دادفر سپنتا او په کابل کي د امريکا د سفير راين کراکر له خوا نښاني او تبادله سوه.

په اعلاميه کي زياته سوې ده چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ويلي دي، چي تر ۱۸ مياشتني ځنډ وروسته چي په رسمي ډول مو خبري پيل کړې ډيري سختي ستونز مو په مخکي پرتې وې.

سپنتا په خپلو خبرو کي زياته کړې ده:«دغه سند چي اوس تيار سوی دئ، په حقيفت کي د افغانستان، سیمي او نړۍ او د سيمي د پرمختگ له پاره يو ډير پياوړی سند دئ.»

هغه په خپلو خبرو کي زياته کړې ده چي افغانستان ددې سند د جوړولو له پاره خپلي سلا مشورې د لويي جرگې په رابللو سره پيل کړې:

«مخکي له دې چي ددغه سند تيار سي زه خپله دوه واري د افغانستان پارلمان ته ورغلی يم او د افغانستان د خلکو استازي مي له دغه جريان څخه خبر کړي دی او سبا به د بهرنيو چارو وزير مشرانو جرگې ته ورسي او هغوی به هم ځني خبر کړي. زه به هم سبا ولسي جرگې ته ورسم او ددې سند د محتوای په اړه به هغوی ته معلومات ورکړم.»

د افغانستان د ملي امنيت سلا کار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا د ملي امنيت شورا په غونډه کي ويلي دي، چي دغه سند به د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو تر لاسليکولو وروسته د افغانستان د قانون له مخي، ولسي جرگې او مشرانو جرگې ته د تصويب له پاره واستول سي:

«د دواړو جرگو تر تصويب او ولسمشر تر توشيح وروسته به هغه په رسمي جريده کي خپور او نافذ سي.»

په دغه غونډه کي په کابل کي د امريکا سفير راين کراکر وويل، چي ددغه سند د جوړول بحث د هغه په ژوند کي تر ټولو مشکل بحث وو چي ور سره مخامخ سوی وو.

په اعلاميه کي د کراکر په حواله راغلي دي، چي هغه هيله څرگنده کړه چي دغه سند به د دواړو هيوادونو تر منځ د اوږدمهاله او دوامداره همکاريو له پاره يو بنسټ وي.

د هغه په حواله راغلي دي:«د ستراتيژيکو هکاريو ددغه سند له مخي به موږ په افغانستان کي له خپلو دوستانو سره مرسته کوو او د يوه هم موټي، پرمختللي، ديموکراتيک او ازاد افغانستان او يو مساعد حاکميت له پاره به زمينه برابروو.»

نجيب الله زيارمل
کتونکې: برېښنا صابر