1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د طالبانو غوښتني رد کړې

۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبه

افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د سولي له پاره د طالبانو له خوا وړاندي شوي شرطونه رد کړل. دغه شرطونه د طالبانو استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له یو شمیر افغانانو سره د لیدني پر مهال وړاندي کړي ول.

https://p.dw.com/p/1HjNX
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د طالبانو له خوا په ټاکل شوو شرایطو کې د دې ډلي د یوه دفتر پرانیستل، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د دوی د غړو د نومونو پاکیدل، د طالبانو د بندیانو آزادولو او همداراز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل شامل دي.

طالبانو تر دې مخکې په ۲۰۱۳م کال کې په قطر کې خپل دفتر پرانیست خو هغه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، تر سختو نیوکو وروسته بیرته وتړل شو او له دې سره له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر تر پیلیدو مخکې پای ته ورسید.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي امین الدین مظفري، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د شرایطو تعینول د سولي بهیر ورو کوي او ورسره مرسته نه شي کولای: «شرایط باید هغه تعین شي چې دواړه اړخونه د خبرو اترو مېز ته مخامخ کښېني. دغه شرایط باید تر خبرو اترو مخکي تعین نه شي.»

طالبانو دغه شرایط په یوه دوه ورځني کنفرانس کې چې د پګواش سازمان له خوا په قطر کې د شنبې او یکشنبې په ورځو جوړ شوی وو، اعلان کړي دي. دا کنفرانس هڅه کوي چې د افغانستان په شخړه کې ښکیل اړخونه سره کښېنوي او د دې هیواد رواني جګړې ته د حل یوه لار ومومي.

په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت له رسمي آدرس څخه کوم کس ګډون نه وو کړی. خو د کنفرانس په ګډون والو کې د افغان ولسمشر دوه سلاکاران شامل ول. خو د ولسمشر غني یوه ویاند ویلي دي چې د دې غونډي ګډونوال له خپل شخصي آدرس څخه په هغه کې ګډون کوي.

له بلي خوا د اجرائیه ریاست یوه ویاند هم ټینګار کړی دی چې د افغانستان د سولې په اړه هر ډول پریکړه باید د څلور اړخیزي هڅې په چوکاټ کې وشي. د دې هڅې په ترڅ کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحد ایالات غواړي د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه یوه کړنلاره رامنځ ته کړي.