1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د غالیو په تولید کې بي ساری کمښت راغلی

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

په دې ورستیو کې د غالیو افغان تولیدونکي وایې چې د دوي د محصولاتو په تولید کې په ټولیزه توګه ۷۵ سلنه کمښت راغلی او دغه کار د افغاني غالیو راتلونکی ته سخت زیان رسولی

https://p.dw.com/p/12BBH
افغانه ښځه د غالۍ اوبدلو په حال کی
افغانه ښځه د غالۍ اوبدلو په حال کیانځور: AP

غالۍ د افغانستان له هغو تولیداتو څخه شمیرل کیږي چې د نړۍ په کچه یې افغانستان ته شهرت ګټلی. افغانۍ غالۍ که څه هم د ملک د ډیرو بي وزلو کورنیو له لوري اوبدل کیږي خو نړیوال شهرت یې هومره لوړ دی چې ډیری ګاونډیان هڅه کوي افغاني غالۍ په خپل نامه نړیوالو بازارانو ته صادري کړي.

د غالیو د تولیدي او صادراتي ټولني چارواکي د دغه مطلب په څرګندولو سره پر حکومت نیوکه کوي او وایي چي د حکومت د نه پاملرني له امله اوس په هیواد کې د غالیو صنعت له ماتې سره مخامخ سوی دی.

افغانستان کی د غالیو محلی بازار
افغانستان کی د غالیو محلی بازارانځور: DW

په نړیوالو بازارونو کې ستونزي او د غالیو د اوبدلو او مینځلو لپاره د مناسب ځای نه شتوالی هغه څه دي چې د غالۍ اوبدونکو د ټولني پر وینا په دې ورستیو کلونو کې دغه صنعت له ماتې سره مخامخ کړی دی.

دوي وایې چې په تیرو دریو کلونو کې د غالیو تولید له دوه ملیون متر مکعب څخه دری سوه زره متر مکعب ته را ټییټ سوی دی.

د افغاني غالیو د تولیدونکو او صادرونکو د ټولني مشر، عبدالهادي فرزان، د په افغانستان کی د غالیو صنعت ناکام بولي.

Flash-Galerie Bundeswehr in Afghanistan
غالۍ د افغانستان له هغو تولیداتو څخه شمیرل کیږي چې د نړۍ په کچه یې افغانستان ته شهرت ګټلیانځور: picture-alliance / dpa

که له یوه لوري غالۍ اوبدونکې او د غالیو سوداګر د افغاني غالیو د ودې په برخه کې ډیره پړه پر حکومت اچوي خو حکومت بیا وایې چې دوي د دغه لرغوني دود د ودې لپاره د غالیو په اوبدونکو ځمکي ویشي او هڅه کوي چې د نړیوالو مرستندویانو په مرسته هغوي ته لازم د کاري چاپریال برابر کړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال، ایلاقي وايي:

«له بدې مرغې تر اوسه مونږ د غالۍ اوبدونکو د ملاتړ لپاره د مالي سرچینو په برابرولو نه یو توانیدلي، هغوي ته د ځمکو او صنعتي ښارګوټو په جوړولو نه یو توانیدلي، په خپل پاتې راتګ اعتراف کوو خو مونږ کرار نه یو ناست په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

افغاني غالۍ
افغاني غالۍانځور: DW

په همدې حال کې د غالیو اوبدونکې او پروسس کونکي وایې که حالت د تیرو دریو کلونو په څیر دوام ومومي په افغانستان کې به د غالیو صنعت په ټپه ودریږي.

یو شمیر خو یې بیا وایې چې له دوي څخه د حکومت نه ملاتړ د دې لامل سوی چې افغاني تولیدات د پاکستان له لاري د هغه ملک په نامه بهرنیو مارکیټونو ته صادر شي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش