1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د هاشم ميوند وال د ښوونځي لپاره يوه نوې ودانۍ جوړيږي

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

د نړيوال بانک په مالي مرسته د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د هاشم ميوند وال د ښوونځي لپاره يوه نوې ودانۍ جوړيږي. د دغې ودانۍ مالي لګښت څلور سوه شل زرو ډالرو ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/KOCI
انځور: Baraipal

دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول ودانيږي چې ديرش د لوست خونې او دولس اداري خونې به ولري. د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به د هغو زده کوونکو ستونزې حل شي چې تر خيمو لاندې درس وايي. د نوموړې ودانۍ د جوړيدو کارونه به د روان کال په پاې کې بشپړ شي. د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د هاشم ميوند وال د ښوونځي لپاره يوه نوې ودانۍ جوړيږي. دغه ودانۍ چې ديرش د لوست خونې او دولس اداري خونې لري په دريو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي . د دغې ودانۍ مالي لګښت څلور سوه شل زرو ډالرو ته رسيږي چې د نړيوال بانک لخوا مرسته شويده.

د دغې ودانی د جوړيدو کارونه چې د قناعت د ودانولو د شرکت لخوا پرمخ وړل کيږي پنځه ديرش سلنه پرمخ تللي. د ښوونځي د چارواکو په وينا د دغې ودانی په جوړيدو سره به د ښوونځي د هغو ستونزو يوه لويه برخه چې د لوست خونو د نشتوالي له کبله شتون لري له منځه ولاړه شي.

د هاشم ميوند وال د ښوونځي امرالحاج محمد ابراهيم وزيري وايي چې د ښوونځي زده کوونکي د لوست خونو له نشتوالي سره مخامخ دي، د ښوونځي په انګړ کې لس ټولګي په خيمو کې درس وايي. د وزيري په وينا د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به د لوست خونو د نشتوالي ستونزه حل شي.

ابراهيم وزيري وايي چې د ودانۍ به هر پوړ کې لس لوست خونې ، دوه اداري خونې او اته تشنابونه جوړيږي.

د هاشم ميوند وال د ښوونځي ګڼ شمير زده کوونکي چې د اوړي تودې ورځي يې تر همدغو خيمو لاندې درسونه ويلي او اوس په سړې هواکې هم په همدغو خيمو کې په لوست بوخت دي ، دغه زده کوونکي وايي چې دوی تر خيمو لاندې درس وايي او په ورٍښت، تودښت او سړښت کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ کيږي.

زده کوونکي هيله څرګندوي چې له دغو ستونزو څخه خلاص شی، دوی د نوې ودانۍ له جوړيدو څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به د دوی لپاره ښه درسي چاپيريال چمتو شي.

د هاشم ميوند وال د ښوونځي يو تن ښوونکی محمد ناصر مهرزاد وايي چې په ښوونځي کې د لوست خونو نشتوالی د زده کوونکو په درسي بهير ناوړه اغيزه کوي.

مهرزاد زياتوي چې د نوې ودانې په جوړيدو سره به د زده کوونکو اتيا سلنه ستونزې حل شي. دۍ هيله څرګندوي چې د ودانۍ په جوړيدو سره به زده کوونکو لپاره د عملي لوستونو شونتياوې برابرې شي ، زده کوونکي به وکولای شي د لابراتوار، کمپيوتر او کتابتون په خونو کې خپل عملي لوستونه پرمخ بوځي.

د هاشم ميوند وال په ښوونځي کې 7 زره تنه زده کوونکي په لوست بوخت دي او د 164 تنو ښوونکو لخوا يې د لوست چارې پرمخ بيول کيږي. د ښوونځي د چارواکو په وينا د دغې ودانۍ د جوړيدو کارونه به د سږ کال په پای کې بشپړ شي او په راتلونکي کال کې به زده کوونکي وکولای شي له نوې ودانۍ څخه ګټه پورته کړي.

بری پال
کتونکی: يحيی وردک