1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل د پاکستان د ملي امنيت سلاکار خبري رد کړې

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج غزيز خبرو ته غبرگون وښود. سرتاج عزيز ويلي ول چي طالبان دي د افغانستان په نوي راتلونکي حکومت کي ونډه ولري.

https://p.dw.com/p/1C2WO
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه څرگندوني «بېهوده» وبللې او ټينگار يې وکړ چي هيڅ هيواد اجازه نه لري په کورنيو چارو کي يې لاسوهنه وکي.

د دغه وزارت وياند احمد شکيب مستغني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۹) په يوه خبري غونډه کي چي په کابل کي جوړه سوې وه وويل: «د افغانستان د کورنيو چارو پريکړي يوازي په افغانانو پوري اړه لري، هيڅوک تر افغانستان دباندي د حکومت د پريکړو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري. که دغسي شان څرگندوني کيږي، موږ هغه بېهوده گڼو.»

دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت تلاښ کوي چي د خبرو اترو له لاري له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. ولسمشر کرزی له څو کلونو راهيسي هڅي کوي چي د پاکستان په مرسته د طالبانو مشران چي ويل کيږي په کوټه کي ژوند کوي د سولي خبرو اترو ته حاضر کړي خو دغو تلاښونو په عمل کي کومه نتېجه ورکړې نه ده.

د سوريې جنگ ته د افغانانو لېږل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران هغو کړنو ته هم غبرگون وښود چي گويا په هغه هيواد کي افغان کډوال د سوريې جنگ ته لېږي. په دې وروستيو کي داسي راپورونه خپارل سول چي د ايران «سپاه پاسداران» هڅه کوي چي افغان کډوال د بشارلااسد رژيم د مخالفانو پرضد جگړې له پاره سوريې ته ولېږي.

تر دې دمخه هم داسي انځورنو خپاره سوي ول چي په ايران کي يو شمر افغان کډوال د سوريې په جنگ کي وژل سوي ول. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند مستغني وويل: «د افغانستا د بهرنيو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه چي خپاره سوي دي په جريان کي دی، خو په دې اړه کوم رسمي راپور يا کره اسناد چي وښيي رشتپا هم دغه کار سوی دی زموږ په لاس نه دي راغلي.»

مستغني وويل چي په ايران کي د افغانستان سفارت ته دنده سپارل سوې ده، څو په دې اړه پوښتني گروېږني وکي. هغه وويل په هغه صورت کي چي دغه راپورونه دقيق وخېژي افغانستان هغه محکوموي.

اوس په ايران کي نژدې دوه ميليونه افغان کډوال ژوند کوي. تر دې دمخه له ايران څخه د افغان کډوالو د په وزره ايستلو راپورونه ورکړل سوي وه. خو د سوريې جنگ ته د افغان کډوالو د لېږلو خبره له څو ورځو راهيسي راپورته سوې ده.

د کابل چاپ ورځپاڼو هم پر افغان حکومت باندي نيوکه کړې ده او ليکلي يې دي چي حکومت بايد د خپلو هغو وگړو پروړاندي چي تر هيواد دباندي ژوند کوي د مسئوليت احساس وکي او د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکي.