1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو پر واندې د جنسي تیري پر ضد لاریون وشو

میرویس جلالزی۱۳۹۱ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ په پلازمینه کابل کې د ښځو پر وړاندي د جنسي تیري پر ضد لاریون وشو. په دې لاریون کې په سلګونو تنو ښځو د بشري حقونو مدافعینو، د پارلمان غړو او یو شمیر عامو افغانانو برخه اخیستې وه.

https://p.dw.com/p/17e6w
Die Bilder hat unser Korrespondent Hossein Sirat in Kabul aufgenommen. Sämtliche Rechte gehören der Deutschen Welle.
انځور: DW/H.Sirat

په دغه لاریون کې پر میرمنو سربیره یو شمیر نارینه وو هم ګډون کړی وو. هغوي اندیښنه څرګنده کړه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي د زور زیاتي لړۍ زور واخلي او د هغوی حقونه تر پښو لاندې شي. دا په داسې حال کې ده چې د پنج شنبې په ورځ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه تلو په موخه لاریونونه شوي دي. دغه لاریون د فبروري په څوارلسمه نیټه چې د مینانو له نړیوالي ورځي سره سمون خورې تر سره شوې دي.

د میترا متحول په نامه یوې افغانې پیغلې دویچه ویله ته وویل چې هغه سړک ته راوتلې ده چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو له پاره غږ پورته کړي او د نړۍ له ښځو سره خپل یووالی څرګند کړي. هغه زیاته کړه: «موږ نن د دې له پاره راوتلي یو چې د نړۍ خلکو ته او د افغانستان حکومت ته ووایو چې موږ هم د نړۍ یوه برخه یو او په هره برخه کې باید فعال رول ولرو. دا لاریون زموږ د یو والي څرګندويي کوي.»

په افغانستان کې د ښځو مدافع سازمانونه او د بشري حقونو او مدني ټولنو فعالین په داسې حال کې په لاریون لاس پورې کوي چې اوس افغانې میرمنې په دې اړه اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د هغوی د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

د کابل ښار یوې اوسیدونکې چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وو او له ځان سره یې د «له ښځو سره زیاتی له نړۍ سره زیاتی دی» شعار لیږدوه په نړۍ کې پر ښځو باندې د جنسي تیرې د پېښو د دریدو غوښتنه وکړه.

دغې لاریون کوونکې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پر ښځو باندې تیري کوونکي په خاصه توګه جنګ سالاران او زورواکان محاکمه کړي. هغې وویل: «زه وایم که دا تیری چې نارینه یې له ښځو سره کوي، د هغوی له څپلو خویندو او یا مور سره وشي بیا به دوی څرنګه غبرګون ښکاره کړي. دا کار باید ودرول شي او هر څوک باید خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي.»

د ښځو په برخه کې د یوه سازمان مشرې فطانه ګیلاني، هم پر حکومت او نړیوالي ټونې غږ وکړ چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو له پاره باید بنسټیز اقدامات وکړي. هغې وویل چې دوی ویره لري چې بیا به زورواکان او هغه کسان چې د میرمنو حقونو ته درناوی نه کوي واک ته ورسیږي:

«ښځې اندیښنه لري چې ۲۰۱۴ کال را روان دی او د هغوی له حقونو سره ښايي لوبې وشي. موږ یووالی او د خپلو لاس ته راوړنو خونديتوب غواړو.»

افغانستان د ښځو له پاره د نړۍ په کچه یو داسې هیواد شمیرل کیږي چې په کې د زورزیاتی ګڼې پېښي هر کال رامنځ ته کیږي.