1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: طالبان د کوکنارو د کروندو ساتنه کوي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۱, چهارشنبه

افغان حکومت وايي، هغه زور پال وسله وال چې د کوکنارو له کروندو ګټه اخلي د دغه هيواد په یو شمیر سیمو کې يې ځوانان د کوکنارو نېښ وهلو ته اړايستلي دي.

https://p.dw.com/p/18Crb
انځور: DW

د حمل د میاشتې دوهمه نیمايي د کوکنارو د نیښ وهلو یعنی د حاصلاتو د را ټولولو له پاره یو مناسب موسم بلل کیږي. د افغان حکومت وړاندویني ښيي چې سږ کال به د تیر کال په پرتله ډیر کوکنار کرل شوي وي.

د چارواکو په خبره هغه وسله وال طالبان او نوري مافیايي ډلي چې په تیر کال کې له مالي ستونزو سره مخامخ وې سږ کال غواړي د کوکنارو له کروندو څخه په کلکه ساتنه وکړي او له کاروبار څخه یې ډیر څه په لاس راوړي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم اظهر نن چهارشنبه (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چي د مخدره موادو قاچاق وړونکي او طالبان په ګډه، د هغو کروندو ساتنه کوي چې اوس یې د نیښ وهلو کمپاین پیل شوی دی:

هغه وويل: «سږ کال مخالفین او د مخدره موادو قاچاقبر په کلکه د کوکنارو د کروندو ساتنه کوي، موږ تر اوسه پوري د۶۰ په شاوخوا کي خپل سرتیري په دغه جګړه کې له لاسه ورکړي دي او شاوخوا۱۵۰ تنه نور مو ژوبل شوي دي. که خپل کار ته همداسي دوام ورکړو نو ښایي زموږ د سرتیرو د مرګ ژوبلي کچه هم لوړه شي.»

د کوکنارو د کروندو پاکول.
د کوکنارو د کروندو پاکول.انځور: AP

که له یوه اړخه طالبان د کروندو د ساتني له پاره خپل ټول تلاښونه کوي له بلي خوا حکومتي ځواکونه هم کرار نه دي ناست او هڅه کوي په هيلمند، کندهار، روزګان او یو شمیر نورو هغو سیمو کې چې کوکنار کرل شوي دي د نېښ وهلو مخه ونیسي.

په کابل کې د جنوبي ولایتونو د موټرو عمومي سټیشن ته ورغلو چیرته چې د ملک د شمالي او ختیځو ولایتونو ډله ډله ځوانان هڅه کوي د کوکنارو کروندو ته ځانونه ورسوي او د نیش وهلو له لاري پیسې وګټي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزي ادارې د ۲۰۱۲ کال راپور د افغانستان هلمند ولایت، چې له پاکستان سره په ګاونډ کې پروت دی د نړۍ په کچه د کوکنارو د تولید ستر مرکز ګڼلی.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال نبي الهام هم مني چې په هلمند کي به ډیر کوکنار کرل شوی وي خو داسي کومه شمیره ورسره نه شته چې وښيي پر څومره مځکه سږ کال کوکنار کرل شوی دی:

«ډیر کوکنار په غصبو شویو مځکو کي کرل شوي دي خو زموږ سره یي اندازه نه شته چې څومره کوکنار به کرل شوي وی.»
افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په سر کي ځای لري چې پکښې ډیر کوکنار کرل کیږي.

حکومت په تیرو څو کلونو کې د نړیوالي ټولني په مرسته د دغه بوټي د له مینځه وړلو له پاره په لسګونو پروژې یا پلي کړي او یا د پلي کیدو په درشل کې دي.