1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: طبيعي پيښو ته بوديجه ځانگړې سوه

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

افغان حکومت وایي چي له طبیعي پیښو سره د مبارزې له پاره ئې د لومړي ځل له پاره په ميلیونونو افغانۍ د هيواد یو شمیر ولایتونو ته استولي دي. دغه اقدام د ولسمشر حامد کرزي تر امر وروسته شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14KwU
انځور: DW

په تیرو څو کلونو کې د طبیعي پیښو له کبله د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو کې په لسونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر ښاغلی سیار وايي چي، له هغو ولایتونو سره چي د طبیعي ناورینونو د رامنځ ته کیدو وړاندوینه کیږي، له دوو ميلیونوڅخه نیولې تر درو ميلیونوپوري افغانۍ استولي دي چي د ناورين پرمهال به د دارو درملو، خیمو، او خوراکي توکو د برابرولو له پاره کار ځني اخیستل کیږي.

افغانسان چې له طبیعي پلوه یو زیان منونکی هيواد دئ تقریباً په هر موسم کې له طبیعي ناورینونو سره مخامخ کیدای شي.

تیر کال په سالنګونو کې د واوري د اورېدو له امله په لسونو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شکایت دا وو چې پر وخت ورته د ژغورني ډلي او بېړني دارو درمل نه ول رسېدلي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر وایې چي دا وار به له احتمالي طبیعي پیښو سره مخامخ کیدونکي سیمي د بیړنیو مرستو له کمښت سره مخامخ نه شي.

«زموږ د ادارې د غوښتني سره سم د ولسمشرۍ مقام د هيواد ډیرو ولایتونو ته له ۲ څخه تر درو او څلورو ميلیونو افغانیو پوري د بېړنۍ بودیجې په توګه منظور کړې او دغه پيسې زموږ په سیمه يیزو ادارو کي موجودي دي چې په بیړنو حالاتو کې د ژغورني او مرسته رسوني د عملیاتو له پاره کار ځني واخیستل شي».

خو ډیری هغه کورنۍ چې د طبیعي پیښو او نورو ستونزو له کبله د افغانستان په دننه کي له یوې سیمي څخه بلي ته کوچېدلي دي حکومت په دې تورنه وي چي گويا له دوی سره مرسته نه کوي.

په کابل کي هغه کورنیو چي د هيواد له مختلفو سيمه څخه د بېلابېلو لاملونو له کبله را کوچېدلي او هلته ژوند کوي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي دوی اوس له مرکزي حکومت او مرستندویو ټولنو څخه دارو درمل، خواړه او کالي نه غواړي، بلکي سرپناه ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان شمېرې ښيي چي په افغانستان کې اوس هم شاوخوا دیرش زره کورنۍ د فقر، تنګ دستۍ او جنګ له کبله له خپلو اصلي سیمو څخه د هیواد نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د دغو کورنیو ډیری ئې په کابل کي په خورا سخت حالت کي ژوند کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل