1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ـ ځانمرګي بريد درې لارويان ژوبل کړل

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي ځانمرګي بريد درې ولسي کسان ژوبل کړي دي. د دغه بريد ظاهري هدف د بهرني ځواکونو يو قطار ؤ.

https://p.dw.com/p/2kavr
Afghanistan Kabul attentat mit Autobombe auf NATO Konvoi
انځور: Reuters/O. Sobhani

د يکشنبې په سهار (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۴مه) د کابل ښار په لوېديځ کي د بهرنيو ځواکونو پر يو قطار ځانمرګی بريد تر سره سو. دغه قطار د ډنمارکي عسکرو ؤ چي د راپورونو له مخي ورته زیان نه دی اوښتی. طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې ده.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي: «د ۲ دقيقې بالا ۱۱ بجو پر وخت يو ځانمرګي په خپل موټر کي چاودېدونکو توکو ته د کابل ښار په افشار سيمه کي د بهرنيو ځواکونو د قطار پر ضد انفجار ورکړ.» دانش زياته کړې چي «له بده مرغه چي  د دغه بريد په پايله کي ۳ افغان ملکيان ژوبل سوي دي.»

د بِل سالوين په نوم په افغانستان کي د ناټو د قاطع ماموريت وياند دا خبر تائيد کړی چي د بريد نخښه د بهرنیو ځواکونو قطار ؤ. هغه ويلي: «د چاودنې په پايله کي د قاطع ملاتړ ماموريت ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ماموريت يوه ډله سيمي ته ورغلې چي موټر راوباسي.» د وياند په وينا دغه بريد به د ياد ماموريت پر عملياتو اغېز ونه کړي.

طالبانو په خپله يوه خبرپاڼه کي چي پر ټويټر يې خپره کړې ادعا کړې چي ۱۶ امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ناټو تقريبا ۱۳۰۰۰ عسکر په افغانستان کي د قاطع ملاتړ په نوم د روزنې او مشاورتي ماموريت له پاره مستقر کړي دي. له دغو يې تقريبا ۸۴۰۰ امريکايان دي. اټکل کيږي چي ۳۰۰۰ نور امريکايي عسکر به هم افغانستان ته ولېږدول سي.